یونان کریدیت: Crédit : Claire Paccalin, janvier 2019
یونان کریدیت: Crédit : Claire Paccalin, janvier 2019

د یکشنبې په ورځ (اګست ۲۵مه) د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې یو ۱۵ کلن افغان کډوال یو بل افغان کډوال وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دې خونړۍ جګړې وروسته له یونانه غوښتنه وکړه چي کم عمره کډوال ژر تر ژره خوندي سیمو ته انتقال کړي.

فلیپ لیکلرک د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو استازی وایي: «د یونان دولت دې کم عمره کډوال خوندي سیمو ته ولېږي.»

ښاغلی لیکلرک وویل چې هغه د دې خبر په اورېدو حیران شوی چې یو ۱۵ کلن افغان په موریا کمپ کې خپل یو هیوادوال وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د دی ادارې په وینا، ټپیان روغتون کې بستر شوي، خو یو یې جدي عملیات ته اړتیا لری. د دي پیښې په تړاو څلورم ځوان چې د افغانستان دی د تاوتریخوالی په تور نیول شوی دی.

تر دې دمه د جګړې لامل نه دی څرګند.

دا په داسې حال کې ده چې نن سبا په زرګونو کډوال او مهاجر په موریا کمپ او داسې نورو ټاپوګانو کې مېشت دي او د دوسیې پروسس ته یې انتظار باسي.

یوناني چارواکو د دوسیو د څېړلو د ځنډ وجه دا وایي چې یاد کډوال اقتصادي مهاجر دي او د دوی دوسيې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوې.

بل لور ته د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکړی چي اوږد انتظار او معلوماتو ته نه لاسرسی کډوالو ته زیان اړوي. دوی زیاتوي چې کډوال یونان ته د رسېدو له پاره د ژوند ګواښونکو سفرونه کړي دي او د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

د یونان د نوي محافظه کار ګوند د نویو پلانونو له مخې هغه کډوال چې یونان کې یې د پناه دوسیې رد شوې دي، هغوی به بېرته ترکیې ته واستول شي.

د ملګرو ملتونو ادارې د یکشنبې په ورځ وویل، د موریا کمپ په خوندي ځای کې ۷۰ بی سرپرسته کم عمره کډوال اوسېږي. خو تر ۵۰۰ نورو کم عمره او بې سرپرسته کډوال د کمپ په نورو ځایونو کې ژوند کوي او له ګواښونو سره مخ دي.

د لیکلرک په وینا: «موریا کمپ د ماشومانو لپاره خوندي ځای نه دی. دوی په خپلو کورنیو او په لارو کې له ستونزو سره مخ شوي دي. دغه کم عمره کډوالو ته باید ځانګړي مرکزونه جوړ شي.»

د یادې ادارې د شمېرې له مخې، موریا کمپ کې تر ۸۵۰۰ زیات کډوال مېشت دي، حال دا چې یاد کمپ د ۲۰۰۰ کډوالو ظرفیت لري.

د اګست له ۱۲ تر ۱۸مه پورې شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال د اژې سمندره په تېرېدو سره یونان ته رسیدلي دي.

د یونان په ټاپوګانو کې اوس مهال نږدې ۱۰۰۰ بی سرپرسته او کم عمره کډوال اوسېږي.


 

نورې ليکنې