کرواسی: کریدیت رویترز
کرواسی: کریدیت رویترز

د یکشنبې په ورځ (د اګست ۲۵مه) یوه لارۍ چې ۱۲ کډوال پکښې سپاره وو له هغې وروسته د کروېشیا یو سیند ته ولوېدله چې غوښتل یې له پولیسو څخه وتښتي. پېښه کې یوه کډوال مړه شوې. بل لور ته شمالي مقدونیه کې ۳۰ کډوال په یوه ټانکر کې وموندل شول.

پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه چې د کروېشیا او سلوانیا پولې ته نږدې لارۍ چلوونکی د تلاشۍ له پاره پوستې ته د موټر له درېدلو ډډه وکړه. موټر چلوونکی چې ویل کېږي قاچاق وړونکی دی، له سیمې څخه وتښتید خو د کروېشیا پولیس یې په لټه کې دي.

پولیسو کوپا سیند کې له ډوبې شوې لارۍ څخه کډوال د ښیښو تر ماتولو وروسته وژغورل، خو یوه ښځه په روغتون کې مړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ سلوانیا د دې هیواد او د کروېشیا ترمنځ د ۴۰ کیلومتره اوږد خنډونو د جوړولو کار پیل کړ.

د یادونې وړ ده چې له ۲۰۱۵ راهیسې د کروېشیا او سلوانیا په سرحد کې د ناقانونه کډوالو د تګ د مخنیوي له پاره ۱۸۰ کیلومتره خنډونه جوړ شوي دي.

د سلوانیا پولیسو د شمېرې له مخې، د روان کال په جولای میاشت کې ۱۷۴۰ کډوال له کروېشیا سره د بوسنیا سرحد څخه د تېرېدو هڅې کړې دي. د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ټولټال ۷۴۱۵ هڅې کړې وې چې په ناقانونه توګه کروېشیا ته ولاړ شي.

د یو بل خبر له مخې د شمالي مقدونیا پولیسو وایي د شنبې په ماسپښین یې سټرومیکا ښارته نږدې یوه داسې لارۍ وموندله چې ۳۰ کډوال پکښې سپاره وو. د یادو کډوالو په ډله کې ۲۴ پاکستانیان، ۳ عراقيان، ۲ سورياییان او یو سوډانی دي.

داسې ګومان کېږي چې دغه کډوال شمالي مقدونیې ته د یونان څخه په ناقانونه توګه داخل شوي دی. دوی د ګوګلیا سوېلي ښار یوه کمپ ته وړل شوي او اټکل دی چې یونان ته بېرته وشړل شي.


 

نورې ليکنې