یوناني پولیس. کرېډېټ: @hellenicpolice
یوناني پولیس. کرېډېټ: @hellenicpolice

یوناني پولیس وایي چې ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې د یوې لارۍ نسکورېدو پېښه کې ۶ پاکستاني و مصري کډوال وژل شوي. سرچینه زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې دوه قاچاق وړونکي نیولي دي.

پېښه د دوشنبې په شپه (د اګست ۲۶مه) له ترکیې سره شمالي پولې ته نږدې له هغې وروسته رامنځته شوه چې قاچاق وړونکي غوښتل د پولیسو د تلاشۍ له یوې پوستې وتښتي.

پولیس وایي چې ۱۶ کډوال دغه موټر کې سپاره وو او غوښتل یې چې د یونان السکاندروپولیس ښار ته ولاړ شي.

یاد موټر له لارې تر منحرف کېدو وروسته یوې کندې ته ولوېد.

پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان دي. پولیسو د یو ټپي صحي وضعیت نازک بللی او زیاته یې کړې چې درې نور ټپیان ژور ټپونه لري.

د پېښې قربانیان الکساندروس روغتون ته وړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې یو بلغاریایی او یو الجزایری قاچاق وړونکي نیولي دي. یاد کسان د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته له سیمې څخه وتښتېدل، خو پولیسو یې ونیول.  

د روان کال د جون تر جولای میاشتې پورې د هغو مهاجرو په شمېر کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې هڅه کوي له ترکیې نه یونان ته ولاړ شي.

تر دې مخکې د یونان ښي اړخې حکومت ویلي وو چې د مهاجرت د مخنیوي له پاره خپلو سرحدونو کې امنیتي تدابیر لا ټینګوي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یونان: ټاکنو کې د محافظه کار ګوند بریا د کډوالو پر وضعیت څه اغېزې لرلی شي؟ 

 

نورې ليکنې