د اکسرچیای په سیمې کی د پولیسو عملیات: Imago/Panayotis Tzamaros
د اکسرچیای په سیمې کی د پولیسو عملیات: Imago/Panayotis Tzamaros

د یونان د پولیسو یوه سرچینه وایي چې د دوشنبې په ورځ (د اګست ۲۶مه) د دې هیواد سرتېري د یو لړ عملیاتو په پایله کې تر ۱۴۰ ډېر کډوال نیولي دي. یاد کسان د اټن د اکسرچیای سیمې په تشو ودانیو کې په ناقانونه توګه ژوند کاوه.

د دوشنبې په ورځ د یونان پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې تر ۱۴۰ ډېر کډوال ونیول. یاد کسان له څو اوونیو راهیسې د اکسرچیای سیمې په ۴ تشو ودانیو کې ژوند کاوه.

د پولیسو عملیات د اټن محکمې د یوې پرېکړې پر بنسټ ترسره شوي دي. تر دې مخکې د تشو ودانیو خاوندان محکمې ته خپلو ودانیو کې د کډوالو د شتوالي په اړه شکایت کړی و.

د اټن اکسرچیای سیمه د مخدره توکو د قاچاق وړونکو مرکز په توګه پیژندل کېږي.

سرچینه زیاتوي: «له سیمې څخه ۱۴۳ کډوال، چې څو تنه یې قانوني اسناد نه لري، د بهرنیو پولیسو قومندانۍ ته وړل شوي دي.»

د یادو کډوالو په ډله کې ۵۷ نارینه، ۵۱ ښځې او ۳۵ ماشومان دي. دوی له ایران، اعراق، افغانستان او اریتریا سره تړاو لري.

سرچینه دا هم وایي چې د عملیاتو پر مهال دوه یونانیان او یو فرانسوی هم نیول شوي دي.

تر دې مخکې د یونان ښي اړخې حکومت ویلي وو چې سیمه کې به د امن راوستلو په موخه نوي تدابیر ونیسي او د پولیسو ګزمې به ډېرې شي.

بل لور ته د اټن نوی ښاروال کاستاس باکویانیس د یکشنبې په ورځ د تحلیف مراسمو پر مهال پر پخواني حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې یاد حکومت د انارشیستو ډلو پر وړاندې نرم سیاست درلود.

 

 


 

نورې ليکنې