کډوال وروسته د ژغورني: رویترز
کډوال وروسته د ژغورني: رویترز

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله د سه شنبې په ورځ (د اګست ۲۷مه) د لیبیا د خمس ښار په ساحلي اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږترلږه ۴۰ کډوال وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چې د سه شنبې په ورځ (د اګست ۲۷مه) د خمس ښار په ساحلي اوبو کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې نږدې ۶۰ ډېر کډوال له سمندره ژغورل شوي دي.

د کډوالو ټلفوني پلټفورم الارم فون په خبره یاده بېړۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کسان سپاره وو.

په همدې حال کې مرکزي مدیترانه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی ونسان کوشتل وایي چې داسې غمجنې پېښې د منلو نه دي او د کډوالو د ژوند د ژغورنې له پاره باید جدي اقدامات وشي.

ژغورل شویو کسانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا روغتیایي مرستې شوې دي.

یاده اداره په خپل سایټ کې وایي چې ۲۰۱۹ کې شاوخوا ۹۰۰ کسان مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشتې وړاندې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۱۵۰ کډوال لادرکه شوي وو. یاد کډوال په دوو بېړیو کې سپاره وو.

دغه راز د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې ۱۷ کسان د لیبیا په ساحلي اوبو کې او په مې میاشت کې ۶۵ کډوال د تونس په اوبو کې لادرکه شول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دا هم وایي چې د روان کال تر دې دمه ۴۵۵۰۵ کسان د سمندر له لارې اروپا ته رسېدلي دي چې د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه کموالی ښيي. د یادې ادارې په حواله تر اوسه پورې ۸۵۹ کډوال مدیترانه کې مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې