له ارشیف څخه: اوپن ارمز کښتۍ کې سپور کډوال. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: اوپن ارمز کښتۍ کې سپور کډوال. کرېډېټ: رویترز

د مهاجرت پر لارو ځینې کډوال لادرکه کېږي. د یو مهاجر د ورکېدو په صورت کې باید څه اقدامات وکړو او له کومو مراجعو سره باید اړیکه ونیسو؟ کډوال نیوز معلومات ورکوي.

«زه د خپلو دوو لوڼو په اړه معلومات غواړم. دوی له لیبیا څخه خپل سفر پیل کړی و...»

«ورور مې له یو کال راهیسې لادرکه دی...»

«یو ملګری مې د لیبیا په لور سفر وکړ، خو اوس لادرکه شوی دی...»

د مهاجرت پر لارو د یو کس د ورکېدو په صورت کې باید لاندې ټکو ته پام وکړو:  

·  د ورک شوي کس په اړه د شته معلوماتو راټول

لومړی اقدام به دا وي چې د ورک شوي کس د هویت په اړه شته معلومات راټول کړو:

- د ورک شوي کس له ملګرو سره باید تماس ونیسو او معلومه کړو چې هغه د اخر ځل له پاره په کوم هیواد کې و، له سمندره د تېرېدو هڅه کړې که نه، کوم بندر کې ښکته شوی...

- د ورک شوي کس د سفر په اړه شته معلومات راټول کړو: له کوم هیواد څخه تېر شوی، تر ورکېدو مخکې په کوم ښار کې اوسېده، کوم هیواد ته یې د تګ هڅه کوله...

- د ورک شوي کس نښې، عمر، داغونه، ټټو او خالونه، پسولونه، ډي ان اې...

·  له سره صلیب سره اړیکه نیول

- د سره صلیب سازمان د ترېس دې فېس (Trace the face) په نامه سایټ: د دغه سایټ له لارې خپل ورک شوی خپلوان لټولی شو.

یاد سایټ کې تر ۲۵۰۰ عکسونه موجود دي. تر عکسونو لاندې دغې جملې لیکل شوې: «زه د خپلې کورنۍ په لټه کې یم» او یا «زه د خپلې مور په لټه کې یم».

د فرانسې د سره صلیب د کورنیو اړیکو د بیا جوړولو مشره اورېلي دو ګوروستارزو وایي: «موږ په ۴۰ سلنه مواردو کې د ورک شوي کسانو په اړه معلومات ترلاسه کولی شو.»

- تاسې همدا راز کولی شئ چې خپل هیواد کې د سره صلیب ادارې سره تماس ونیسئ. یاد سازمان د کورنیو اړیکو د بیا جوړولو په برخه کې یو ځانګړی پروګرام لري.

·  له قنسولي چارواکو سره اړیکه نیول

له هغو قنسولګریو او یا سفارتونو سره تماس ونیسئ چېرې چې ورک شوی کس د اخر ځل له پاره اوسېدلی وي.

·  له افرادو سره تماس نیول

اسپانوي، تونسي او یوناني ښاریان د کورنیو د لټون او د جسدونو د پېژندنې په برخو کې کار کوي.

اسپانیا کې مارتین زاموررا (Martin Zamorra) او تونس کې شمس الدین مرزوګ (Chamseddine Marzoug) په دې کار بوخت دي.

 

نورې ليکنې