ګیسېپ کونتې د پرس کانفرانس پرمهال: رویترز
ګیسېپ کونتې د پرس کانفرانس پرمهال: رویترز

د ایټالیا دوه سیاسي ګوندونو د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۲۸مه) د یو ائتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. د دې موافقې له مخې به د ایټالیا د ښي اړخې ګوند مشر ماتئو سالویني د دې هیواد د لومړي وزیر په توګه د ټاکلېدو چانس و نه لري.

 د ایټالیا پاپولیست او دېموکراټ ګوندونو د چهارشنبې په ورځ د یو ائتلافي حکومت پر جوړولو توافق وکړ.

لویګي دي مایو د پاپولیست پنځه ستوري ګوند مشر وایي، د ایټالیا ولسمشر ته یې ویلي چې تصمیم لري له اپوزیسیون دېموکرات ګوند سره ائتلاف وکړي. د یادو ګوندونو د یو ځای کېدو په صورت کې به ګیسېپ کونتې یو ځل بیا د ایټالیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي. 

په همدې حال کې ځینې سیاسي کارپوهان وایي داسې یو ائتلافي حکومت چې له متخاصمو ګوندونو څخه جوړ شوی وي ډېر دوام نه کوي. 

ګېسپ کونتې تېره اونۍ له هغې وروسته استعفا ورکړه چې د ماتئو سالویني او پنځه ستوري ګوند ترمنځ اختلافونه رامنځته شول. په همدې حال کې لویګیي دي مایو وایي. د ایټالیا ولسمشر ته یې ویلي چې د دواړو ګوندونو د موافقې موخه دا ده چې ایټالیا کې یو نوی حکومت جوړ شي او ګېسېپ کونتې یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.

بل لور ته د ښي اړخې ګوند مشر ماتئو سالويني ویلي دغه وړاندیز به نه عملي کېږي.

  د چهارشنبې په ورځ د دېموکرات ګوند مشر نیکولا زینګرتي وویل چې ښاغلی کونتې د ایټالیا د ګټو ساتلو او د دولت د یووالي د له پاره تر ټولو غوره کس دی.

اټکل کېږي چې ایټالیا کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته به د دې هیواد د مهاجرت په سیاست کې هم بدلونونه رامنځته شي.


 

نورې ليکنې