کرېډېټ: مدیترانیا سېوېنګ هیومنز
کرېډېټ: مدیترانیا سېوېنګ هیومنز

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتئو سالویني د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۲۹مه) وویل، د مدیترانیا سازمان کښتۍ مار جونیو کې سپرې ښځې او سپاره ماشومان ایټالیا کې کوزېدلی شي.

مار جونیو کښتۍ کې د ۲۲ ماشومانو او ۲۶ ښځو په ګډون شاوخوا سل کډوال سپاره دي. یاد کډوال تېره ورځ له مدیترانې څخه وژغورل شول.

 تر دې مخکې ایټالوۍ ورځپاڼه اوونیر د ژغورل شویو کډوالو له قوله ویلي وو چې سمندر کې د بېړۍ د هوا تر وتلو وروسته ۶ کسان اوبو کې ولوېدل او لادرکه شول. 

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل، مار جونیو کښتۍ به د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه و نه لري.

تېره ورځ ماتئو سالویني د یو فرمان په لاسلیکولو سره یاده کښتۍ منع کړه چې د ایټالیا ساحلي اوبو ته داخله شي.

 مار جونیو د ۲۰۱۹ په مې میاشت کې ایټالیا کې تر توقیف لاندې وه، خو په اګست کې له توقیفه خوشې شوه. یاده کښتې د روانې اونۍ په پیل کې د مدیترانې په لور روانه شوه.

 د یادونې وړ ده چې اوس مهال د الېنور په نامه یوه بله کښتۍ هم د لیبیا او مالتا ساحلي اوبو ترمنځ لالهانده ده. یاده کښتۍ کې ۱۰۰ کډوال سپاره دي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مدیترانه کې د شاوخوا سلو کډوالو تر ژغورولو وروسته مار جونیو کښتۍ د ایټالیا په لور روانه ده

 

نورې ليکنې