د ژغورنې واسکټونه. کرېډېټ: رویترز
د ژغورنې واسکټونه. کرېډېټ: رویترز

د مهاجرت پر لارو ډېر کسان له پولو او یا له سمندرو څخه د تېرېدو پر مهال لادرکه کېږي. خو دا د هغوی پر کورنیو باندې ډېر ګران تمامېږي. دوی هڅه کوي چې د خپلو خپلوانو د موندلو له پاره ټولې ممکنې هڅې وکړي. د لادرکه شویو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت کډوال نیوز د سرې میاشتې نړیوالې کمیټې ویاندې لوسیل ماربو سره مرکه کړې ده.

د اګست ۳۰مه د لادرک شویو کسانو نړیواله ورځ ده. کډوال نیوز په همدې مناسبت فرانسه کې د سرې میاشتې نړیوالې کمیټې ویانده لوسیل ماربو سره مرکه کړې ده. یاده اداره له یوه پېړۍ راهیسې د لادرکه شویو کسانو د موندلو هڅه کوي.

کډوال نیوز: ولې د سرې میاشتې ادارې رول د لادرکه شویو کسانو د موندلو په برخه کې مهم بلل کېږي؟

لوسیل ماربو: له یوې پېړۍ راهیسې د سرې میاشتې کمیټه په دې برخه کې فعالیت کوي او غواړي چې کورنۍ اړیکې بیا جوړې کړي. دغه پروګرامونه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال پیل شول.

خو موږ د کورنیو د یو ځای کولو او د عدلي طب ماهرو یوه ډله هم لرو چې په نړیواله کچه پېژندل شوې ده. موږ همدا راز دولتونو ته مشورې ورکوو: د لادرکه شویو کسانو د کورنیو تشخیصول، د عدلي طب په برخه کې زده کړې او د لادرکه شویو کسانو د خپلوانو خبرو ته پام کول.

۲۰۱۸ کې د سره صلیب نړیواله کمیټه نړۍ کې د ۷۰۰۰ کسانو ځایونه وموندل. خو د ۲۰۱۹ په لومړۍ نیمایي کې د موندل شویو کسانو شمېر ۴۴۰۰ رسېږي.

تېر کال شاوخوا ۱۰۰۰ کسان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول چې په ډله کې یې ۸۴۰ ماشومان هم وو.

نن موږ د ۱۴۵۰۰۰ نورو کسانو په لټه کې یو. داسې کسان چې ځینې یې له دویمې نړیوالې جګرې راهیسې لادرکه دي. مانا یې دا چې موږ تر اوسه پورې د دویمې جګړې د لادرکه شویو کسانو په موندلو بوخت یو.

کډوال نیوز: په روانه اونۍ کې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو یوه پېښه کې ۵ کسان ووژل او نږدې ۴۰ نور کسان لادرکه شول. د دغو کسانو د پېژندلو په برخه کې د سرې میاشتې ادارې رول څه دی؟

لوسیل ماربو: د سرې میاشتې کمیټه د ډوبېدو پر مهال د عملیاتو صلاحیت نه لري. دنده مو وروسته پیلېږي. خو موږ هغو کسانو ته چې ممکن له ډوبېدو پېښو سره مخ شي تعلیم ورکوو. لکه د لیبیا د سرې میاشتې کارکوونکو ته. 

لیبیایۍ ډله په دې برخه کې زده کړه کړې چې د ډوبېدو پر مهال څه باید وکړي، څنګه جسد له سمندره وباسي او یا یې خاورو ته وسپاري، د ډوبو شویو وسایل وساتي، د جسدونو مهمې نښې یاداښت کړي (لکه داغونه، خالونه او ټټو، د غاښو وضعیت او...) موخه مو دا هم ده چې جسدونه په انساني توګه خاورو ته وسپارل شي او په رسمي توګه ثبت شي.

ټول دغه معلومات د جسدونو د کورنیو د موندلو په برخه کې اساسي او مهم ګڼل کېږي.

خو اصلي ستونزه به دا وي چې د جسد د دفن په صورت کې یوازې کورنۍ کولی شي چې د هغه هویت تایید کړي. په دې مانا چې لومړی کورنۍ باید وموندل شي. خو د ورک شویو کسانو کورنۍ معمولاْ په درېو قارو کې دي (اسیا، افریقا او اروپا) او یا هم ممکن چې بې ځایه شوي وي. نو ځکه په ځینې حالاتو کې له کورنیو سره اړیکه نیول ډېر مشکل کار دی.

کډوال نیوز: د انسانانو ورکېدل د هغوی پر کورنیو څه اغېزې لرلی شي؟

لوسیل ماربو: موږ معمولاْ د رواني دردونو په اړه خبرې کوو. خو دا یوه ځانګړی درد دی. کورنۍ هېڅ کار نه شي کولی ځکه دوی د خپلو خپلوانو د مرګ یا ژوند په اړه څه نه پوهېږي.

خو څوک معمولاْ د انسانانو د ورکېدو د ټولنېزو او اقتصادي پایلو په اړه څه نه وایي. کله چې لادرکه شوی کس د کورنۍ نان وړونکی وي (د بېلګې په توګه مېره او یا زوی) دا به د پاتې شویو کسانو له پاره ډېره سخته وي. مانا یې دا چې کورنۍ په مالي برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.

بله خبره دا چې ممکن ځینې کسان د لسیزو لسیزو له پاره لادرکه وي. په دغه حالت کې اداري پوښتنې مطرح کېږي: یوه مېرمن کله د کونډې په توګه پېژندل کېږي او څوک یې د مېړه د ملکیت خاوند بلل کېږي؟

نو ځکه موږ د سرې میاشتې او سره صلیب په مرسته کورنیو ته رواني مرستې برابروو او هغوی ته په دې برخو کې ځانګړي پروګرامونه جوړوو (زده کړې، مایکروکرېډېټ...)

اصلي خبره دا ده چې د کورنۍ ټولې اړتیاوې باید په پام کې ونیول شي.

کډوال نیوز: د یو خپلوان د ورکېدو په صورت کې څه باید وکړو؟

لوسیل ماربو: باید له سره صلیب او یا سرې میاشتې ادارو سره اړیکه ونیسو. د یادو ادارو کارکوونکي د لادرکه شي کس د اصلي هیواد د چارواکو په مرسته د لټون یوه دوسیه جوړوي، او یا د هغه هیواد د چارواکو په مرسته چې دی په اخر ځل په کې لیدل شوی و.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د مهاجرت پر لارو د خپلو خپلوانو د ورکېدو په صورت کې څه باید وکړو؟ 

کارکوونکي همدا راز ټول هغه معلومات راټولوي چې د لادرکه شویو کسانو د پېژندنې په برخه کې مهم ګڼل کېږي: له کورنۍ سره یې وروستی تماس، هغه هیواد چې د وروستي ځل له پاره په کې لیدل شوی...

کورنۍ همدا راز کولی شي چې د سرې میاشتې سایټ ترېس دې فېس (Trace the Face) ته ورشي او وګوري چې د خپلوانو عکسونه یې سایټ کې خپاره شوي که نه. د ۲۰۱۸ په ډېسبر میاشت کې سایټ کې ۴۵۰۰۰ عکسونه اېښودل شوي وو، خو د ۲۰۱۹ په جولای میاشت کې د عکسونو شمېر ۵۵۰۰ و.

کډوال نیوز: تاسو هغو کسانو ته څه ویل لرئ چه د مهاجرت پر لارو دي؟

لوسیل ماربو: ډېر کسان له پولو څخه تر تېرېدو وروسته له خپلو کورنیو سره اړیکه نه شي نیولی. دا یوه ډېره مهمه خبره ده چې دوی تل له یو بل سره وي او د خپلې کورنۍ یووالی وساتي.

موږ همدا راز دولتونو ته مشوره ورکوو چې د خلکو د جلا کولو څخه مخنیوی او ډډه وکړي.

کډوال باید لاندې تکي ته پام وکړي: په منظمه توګه خپلو کورنیو سره خبرې وکړي، د خپل ځای په اړه ورته معلومات ورکړي او و یې وایي چې چېرې ځي، د خپلو خپلوانو د اړیکې شمېرې او ټولنیزو شبکو کې د هغوی د حسابونو پسورډونه په یاد کې وساتي، ټول دغه معلومات په یوه کتابچه کې ولیکي...

 

نورې ليکنې