کرېډېټ:  دارین زامیت لویی رویترز
کرېډېټ: دارین زامیت لویی رویترز

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱ نېټه) د یو نوی فرمان په لاسلیکولو سره د الان کردي په نامه کښتۍ منع کړه چې د دغه هیواد ساحلي اوبو ته داخله شي. بل لور ته د مار جونیو ژغورونکې کښتۍ اعلان کړی چې د روغتیایي دلایلو له کبله کډوال باید یو خوندي بندر کې کوز کړي.

ایلان کردي کښتۍ کې سپاره کډوال د شنبې په ورځ (د اګست ۳۱مه) د جرمني سازمان سي ای کښتۍ له خوا له مدیترانې څخه وژغورل شول. 

یاد کډوال ویلي چې د تونس دي. د هغوی روغتیایي وضعیت یې ښه بلل شوی دی. 

یو څه موده وړاندې د ایټالوي سازمان مدیترانیا پر ژغورونکې کښتۍ مار جونیو هم دغه بندیز لګول شوی و، خو یوازې ماشومان او ښځې ایټالیا کې د کوزېدو اجازه ترلاسه کړه.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر: ښځې او ماشومان له مار جونیو کښتۍ څخه کوزېدلی شي

مار جونیو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د روغتیایي لاملونو له کبله کښتۍ کې سپاره کډوال باید ډېر ژر کوز کړي. 

تر دې مخکې مار جونیو کې سپاره ۶۴ کډوال – د ښځو او ماشومانو په ګډون – د روغتیایي دلایلو له کبله ایټالیا کې د ښکته کېدو اجازه ترلاسه کړه. خو یاده کښتۍ کې لا هم ۳۴ کډوال پاتې دي.

مار جونیو رضاکاران ویلي چې کښتۍ کې د لومړنیو اړتیاوو له پاره اوبه نه شته. دوی زیاته کړې چې دغه ستونزه یوازې د اوبو بوټولو په استولو سره نه هوارېږي.

د رضاکارانو په حواله کښتۍ کې کثافات هم ډېر دي او دا د کډوالو او کارکوونکو پر روغتیایي وضعیت ناوړه اغېز لرلی شي.

بل لور ته د ایټالوۍ ورځپاڼې رپوبلیکا خبریال مارکو منسوراتي وایي چې د ښځو او ماشومانو د کوزولو عملیات په سمندر کې ترسره شول، ځکه د ژغورنې کښتیو ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد اوبو ته داخلې شي.

دا خبره په داسې حال کې کېږي چې ایټالیا کې یو ائتلافي حکومت د جوړېدو په حال کې دی. د ایټالیا دوه سیاسي ګوندونو د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۲۸مه) د یو ائتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. د دې موافقې له مخې به د ایټالیا د ښي اړخې ګوند مشر ماتئو سالویني د دې هیواد د لومړي وزیر په توګه د ټاکلېدو چانس و نه لري. 

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ایټالیا: د نوي حکومت د جوړېدو په صورت کې د مهاجرت په سیاست کې بدلون رامنځته کېدلی شي

اټکل دی چې ماتیو سالویني به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې به خپله دنده کې پاتې شي. د سیاسي کارپوهانو له په حواله د یونان د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته به د دې هیواد د مهاجرت په سیاست کې هم بدلونونه رامنځته شي.

 

نورې ليکنې