د النېور کښتۍ: کریدیت Markus Rinderspacher / Twitter
د النېور کښتۍ: کریدیت Markus Rinderspacher / Twitter

د ایټالیا پولیسو وایي چې د دوشنبې په ورځ یې د الېنور په نامه د کډوالو کښتۍ ضبطه کړې او کښتۍ کې سپاره شاوخوا ۱۰۰ کډوال یې ښکته کړي دي.

د ایټالیا پولیسو وایي چې د دوشنبې په ورځ (د اګست ۲مه) یې د الېنور په نامه د کډوالو کښتۍ ضبطه کړې او کښتۍ کې سپاره شاوخوا ۱۰۰ کډوال یې ښکته کړي دي.

د یادې کښتۍ کپتان پیتر ریش په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې الېنور یوه خوندي بندر ته تر رسېدو وروسته ضبطه شوې.

دغه راز د ایټالیا ګمرکو اداره د دوشنبې په ورځ وویل چې الېنور یې د قوانینو له مخې ضبطه کړې. 

لېنور تر ضبط کېدو وړاندې د ایټالیا د سیسیل سیمې د پوزالو بندر په لور روانه شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني تېره اونۍ د یو فرمان په لاسلیکولو یاده کښتۍ د دغه هیواد ساحلي اوبو ته له ورتګه منع کړې وه.

تر دې مخکې د الېنور کپتان ویلي وو چې د توپان له کبله د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو پرېکړه کړې.

نوموړی همدا راز په خپله ټویټر پانه لیکلي وو، چې تر ۸ ورځو انتظار وروسته د پوزالو بندر په لور حرکت کوي، ځکه د هوا حالات ښه نه دي.

ښاغلی پیتر ریش همدا راز کښتۍ کې وضعیت «اضطراري» بللی و.

یاده کښتۍ د آلمان تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.

دا په داسې حال کې کېږي چې ایټالیا کې یو ائتلافي حکومت د جوړېدو په حال کې دی. د ایټالیا دوه سیاسي ګوندونو د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۲۸مه) د یو ائتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. د دې موافقې له مخې به د ایټالیا د ښي اړخې ګوند مشر ماتئو سالویني د دې هیواد د لومړي وزیر په توګه د ټاکلېدو چانس و نه لري.

 

نورې ليکنې