د کورسیکا لینا کښتۍ. کرېډېټ: د کورسیکا لینا له ټویټر پاڼې څخه CORSICA linea @CorsicaLinea
د کورسیکا لینا کښتۍ. کرېډېټ: د کورسیکا لینا له ټویټر پاڼې څخه CORSICA linea @CorsicaLinea

د یکشنبې په شپه (د سپټمبر ۱مه) د کورسیکا لینا کمپنۍ یوه مسافر وړونکې بېړۍ له مدیترانې څخه ۱۸ کډوال وژغورل. دا لومړی ځل دی چې دغه فرانسوۍ کښتۍ مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات ترسره کوي.

کورسیکا لینا د یکشنبې په ورځ له الجزیرې نه د فرانسې مارسي ښار په لور روانه وه. یاده کښتۍ د یکشنبې په شپه د ژغورنې د یو پیغام تر ترلاسه کولو وروسته له مدیترانې څخه ۱۸ کډوال وژغورل. یاد کډوال چې د شمالي افریقا دي ټول په یوه موټور لرونکې کښتۍ کې سپاره وو.  

د ژغورل شویو کډوالو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی. د هغوی په ډله کې کم عمره کسان هم دي. 

د کورسیکا لینا په حواله دغه کډوال تر ټولو نږدې بندر الکودیا ته وړل شوي چې په ماژورک سیمه کې موقعیت لري.

د کورسیکا لینا کمپنۍ ویاند وایي چې د یادې کښتۍ پرسونل سمندر کې خپله دنده ادا کړې.

مدیترانه کې کډوال په معموله توګه د تجارتي کښتیو، ټانکرو او یا سازمانونو له خوا ژغورل کېږي. خو دا لومړی ځل دی چې یو مسافر وړونکي کښتۍ یاد سمندر کې د ژغورنې عملیات ترسره کوي.

 


 

نورې ليکنې