اوشېن وایکنګ کښتۍ د مدیترانې په لور: رویترز
اوشېن وایکنګ کښتۍ د مدیترانې په لور: رویترز

د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو سازمان کښتۍ «اوشېن وایکنګ» د دوشنبې شپه (د سپتمبر۲مه) د خپل دویم ماموریت د ترسره کولو له پاره د فرانسې له مارسۍ بندر څخه مرکزي مدیترانې ته بېرته روانه شوه.

اس او اس مدیترانې د شپې په ۱۰ بجو خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې کښتۍ یې له مارسۍ نه خپل سفر پیل کړی.

د یاد سازمان مرکزي دفتر د فرانسې په مارسۍ کي موقعیت لري.

ټویټ کې راغلي: «اوشېن وایکنګ تر ټېل اچولو وروسته مرکزي مدیترانې ته بېرته ور ځي چېرې چې د لیبیا له دوزخ څخه تښتېدونکي نارینه او ښځې لا هم ډوبېږي.»

اوشېن وایکنګ مدیترانه کې د څلورو بېړیو تر ژغورنې وروسته ۲۳ ورځې په سمندر کې تېرې کړې وې او د اګست له ۲۷مې راهیسې یې مارسۍ کې لنګر اچولی و.

د یادې کښتۍ د عملیاتو په پایله کې ۳۵۶ کډوال له سمندره ژغورل شوي وو. یاد کسان سمندر کې تر ۱۲ ورځو انتظار وروسته بالاخره مالتا کې ښکته کړل شول.

اوشېن وایکنګ د اکواريس په ځای د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه ترسره کوي. اکواریوس د ۲۰۱۸ په ډېسمبر میاشت کې د بیرغ د نه لرلو له کبله مدیترانه کې خپل عملیاتونه پای ته ورسول.





 

نورې ليکنې