د لسبوس څخه د تسالونیکا بندر ته د کډوالو انتقال: رویترز
د لسبوس څخه د تسالونیکا بندر ته د کډوالو انتقال: رویترز

د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲مه) یوناني ټاپوګانو ته د کډوالو نوې څپې تر رسېدو وروسته د دې هیواد چارواکي نږدې ۱۵۰۰ کډوال مرکزي یونان ته انتقال کړل.

یوه کښتۍ چې ۶۳۵ کډوال پکې سپاره وو د دوشنبې په ماښام له لېسبوسه د یونان شمالي بندر تسالونیکا ته ورسېدله. چارواکي وایي یاد کډوال له تسالونیکا څخه نېا کاوالا کمپ ته استول شوي چېرې چې ۱۰۰۰ نور سوریایي کډوال هم اوسېږي.

اټکل و چې نن سهار د شاوخوا ۸۰۰ کډوالو دویمه کښتۍ د تسالونیکا په لور روانه شي.

په همدې حال کې د یونان د ښاریانو ساتنې وزارت وایي نیاکاوالا ته انتقال شوي ۱۰۰۰ کډوال به د روانې میاشتې تر پای پورې تر خیمو لاندې و اوسېږي. بیا به دوی یو نوی کمپ ته ولېږدول شي چې اوس د جوړېدو په حال کې دی. د کډوالو پاتې برخه به د شمالي یوناني په تسهیلاتو کې ژوند وکړي.

د کډوالو د انتقالولو پرېکړه د شنبې په ورځ له هغې وروسته وشوه چې نږدې ۶۰۰ کډوال په شاوخوا لسو بېړیو کې لېسبوس ټاپو ته ورسېدل.

د یونان حکومت همدا راز ویلي چې له ترکیې نه د راتلونکو کډوالو د نوې څپې په وړاندې به نور اقدامات وکړي. 

د حکومت په وینا اټکل دی چې یوناني پوله کې به د فرانتکس یا د اروپا د پولې ساتنې ادارې په همغږۍ د ګزمو شمېر ډېر شي.

بل اقدام به دا وي چې یونان کې د پناه غوښتنې پروسې به چټکې شي.

د نړیوال مهاجرت سازمان د شمېرو له مخې د روان کال د اګست په لومړۍ او دویمه اونۍ کې ۳۲۵۰ کډوال د یونان لېسبوس، خیوس، ساموس، لېروس او کس ټاپوګانو ته رسېدلي دي. د ۲۰۱۹ په جولای میاشت کې ۵۵۲۰ کډوال یادو ټاپوګانو ته رسېدلي وو.   د بې سرحده ډاکټرانو سازمان زیاتوي چې یاد کسان د لېسبوس موریا کمپ ته وړل شوي چېرې چې نږدې ۱۱۰۰۰ کسان ژوند کوي. خو په اصل کې دغه کمپ د ۳۰۰۰ کسانو ظرفیت لري.

 


 

نورې ليکنې