له ارشیف څخه: د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې په سوېل ختیځ ښار ویل اوربان کې پر ملکي وګړو د یو افغان کډوال تر برید وروسته د لیون ښار یوه محکمه یاد کس پر «وژنه او د وژنې هڅه» تورن کړ. دغه افغان کډوال د جمعې په ورځ (د اګست ۳۰مه) ویل اوربان ښار کې په چاکو سره یو ۱۹ کلن ځوان وواژه او ۸ نور کسان یې ټپیان کړل.

د لیون څارنوال د لومړنيو څېړنو پر مهال وویل، یاد مهاجر چې ښایي ۳۰ کلن وي په تېرو څو کلونو کې فرانسه او ځینې نورو اروپایي هیوادونو کې اوسېده او د یادو هیوادونو ترمنځ لالهاند و.

د څارنوال په حواله نوموړی په ۲۰۰۹م کال کې فرانسې ته راغلی، په ۲۰۱۴ کال کې ایټالیا، ۲۰۱۵ کې المان او ۲۰۱۶ کې ناروي ته تللی او د روان کال په جون میاشت کې یې بېرته فرانسه کې د مهاجر په توګه ځان راجسټر کړی و.  

بل لور ته د فرانسې د اوفپرا یا د کډوالۍ ادارې چارواکي وایي چې نوموړی ۲۰۱۸م کال کې جانبي ساتنې سند ترلاسه کړی و.

د جانبي ساتنې سند فرانسه کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مهاجرو په توګه نه پېژندل کېږي خو د نورو دلایلو له کبله خپلو هیوادونو کې له ګواښونو سره مخ دي.

چارواکي زیاته کړې چې هڅه کوي د دې پېښې اصلي دلایل ومومي، خو د خپاره شويو معلوماتو له مخې داسې نښې نشته چې دا برید ترهګریز وښيي.

په همدې حال کې د لیون څارنوال وایي، چې د یو روانپوه د ازموینو له مخې یاد کس له «رواني ستونزو» سره مخ دی او تر دې برید مخکې یې چرس څښلی و.

د فرانسې خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د اګست ۲مه) وویل چې بریدګر د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې د لیون د وو ان وولن سیمې د کډوالو په یو مرکز کې اوسېده او رواني وضعیت یې تر کنترول لاندې و.

دغه راز د فروم رفیوجي عمومي مشر ژان فرانسو بلوکن د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د ازموینو پر مهال دا هم څرګنده شوې وه چې یاد کس رواني ستونزې لري. نوموړی همدا راز د فروم رفیوجي یو روغتیایي مرکز او یو نور رواني مرکز ته معرفی شوی و، خو یادو ځایونو ته له تلو ډډه کړې وه.

د کډوالۍ اړوند رواني ستونزې

د کډوالۍ چارو کارپوهان په منظمه توګه د کډوالو د ژوند سخت شرایط او د دغو شرایطو د ناوړه پایلو او خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی. دوی وایي چې د مهاجرت پر لارو او کوربه هیوادونو کې ستونزې د کډوالو پر رواني حالاتو ناوړه اغېز لرلی شي.

د پاریس د ابن سینا بوبیني روغتون روانپوهه ماري – کارولین ساګلیو کډوال نیوز سره په یوه مرکه کې وایي، هغه کډوال چې پر روحي ناروغیو اخته دي «په خپل ژوند کې له تاوتریخوالي، شکنجو، جګړو او نورو داسې پېښو سره مخامخ شوي دي. که دغې پېښې وڅېړل شي، دا به معلومه شي چې ولې د یادو کسانو رواني حالت ښه نه دی. د بېلګې په توګه، یو افغان کډوال هم په خپل هیواد او هم په لارو کې له ستونزو سره مخ دي او دا یې پر روحي حالت ناوړه اغېز کوي.»

بل لور ته د روغتیا د نړیوال سازمان د یو رپوټ له مخې کډوال او پناه غوښتونکي د ژوند د سختو شرایطو او همداراز خپل ژوند کې د رامنځته شویو بدلونونو له کبله د نورو کسان پرتله پر مزمنو ناروغیو ډېر اخته کېږي. بې وزلي او چټلو کمپونو کې ژوند کول هم د هغوی پر روغتیا باندې ناوړه اثر کوي.»

کارپوهان دا هم وایي چې رواني ستونزې د ځان وژنې، ټولنیزې شخړې او یا ټولنه کې د نه ادغام سبب کېدلی شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: د منیل - املو د کډوالو په اداري توقیف ځای کې د «ناامېده شویو» کډوالو د ځان وژنې هڅې

 

نورې ليکنې