د ۲۰۱۹ د سپټمبر ۳مه: دولتي کور کې اورلګېدنه یو ماشوم وواژه. کرېډېټ: رویترز، فنسنت کیسلر
د ۲۰۱۹ د سپټمبر ۳مه: دولتي کور کې اورلګېدنه یو ماشوم وواژه. کرېډېټ: رویترز، فنسنت کیسلر

د سه شنبې په شپه (د سپتمبر ۳مه) د فرانسې د ستراسبورګ په شیلتیګم سیمه کې د یو دولتي کور د سوځېدلو له کبله ۱ ماشوم مړ او ۱۱ کسان ټپیان شوي دي. څېړونکي وایي چې د پېښې په تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي دي.

د ستراسبورګ د څارنوال مرستیال السکاندر شېوریې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د څېړنو په پایله کې یو ۲۲ کلن کس نیول شوی دی.

خو د شپې له خوا نیول شوی یو بل ۲۳ کلن کډوال بېرته خوشې شوی ځکه نوموړی «جرم سره تړاو نه درلود.»

بل لور ته څېړونکو ته نږدې یوه سرچینه ویلي: « پولیسو د پيښې د څېړلو په حال کې دي او غواړي دا معلومه کړي چې پېښه جنایي وه که ناڅاپه.»

اوروژونکي د سهار په ۴ بجو یاد کور ته ورسېدل چې اور پکې لګېدلی و. دغه دولتي کور په اصل کې یوه دوه پوړه ودانۍ ده چې اوس پکې ټولنیز کورونه موقعیت لري. له پېښې نه ټولټال ۱۱ کسان ژغورل شوي دي.

د محکمې په حواله، د یوه ۱۱ کلن ماشوم جسد د ودانۍ په لومړي پوړ کې موندل شوی، خو د یاد ماشوم د کورنۍ نور غړي د ښيښو په ماتولو سره له کور نه وتلي وو.

په همدې حال کې د با – رېن سیمې قومندان د دفتر رییس دومینیک شوفنکر وایي چې پېښه کې د وژل شوي ماشوم مور او یو بل ماشوم هم ټپیان شوي دي.

بل لور ته د شیلتیګم ښاروال ویلي چې وژل شوی ماشوم یوې داسې کورنۍ سره تړاو درلود چې په اصل کې د مرکزي افریقا ده او له ډېرې مودې راهیسې یې یاده سیمه کې ژوند کاوه.

د یادونې وړ ده چې د اګست پر ۱۹مه د یادې سیمې په یوه بله ودانۍ کې هم اور لګېدنه رامنځته شوې وه چېرې چې یو فرانسوی سازمان بهرنیو کورنیو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي وو.


 

نورې ليکنې