فرانسوي پولیسو ۱۳ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي. کرېډېټ: ګیټي اېمجز
فرانسوي پولیسو ۱۳ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي. کرېډېټ: ګیټي اېمجز

د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۳مه) ۱۳ کډوال د ایل دو فرانس په رونژیس سیمه کې په یو یخچال لرونکې لارۍ کې وموندل شول. لارۍ چلوونکی له ناقونه کډوالو سره د ملاتړ په تړاو نیول شوی دی.

د سه شنبې په ورځ د وال دو مارن په رونژیس سیمه کې ۱۳ کډوال په یو یخچال لرونکې لارۍ کې وموندل شول.

د کرېتۍ سیمې محکمه وایي چې پولیسو یاد کسان د سه شنبې په سهار وموندل. دوی وروسته د فرانسې یو اداري توقیف ځای ته استول شوي دي.

موټر چلوونکی، چې په اصل کې پولنډی دی، د کډوالو د ناقانونه ورتګ او اوسېدنې ملاتړ په تړاو نیول شوی دی.

د لومړنیو څېړنو له مخې یاد کډوال د فرانسې په شمالي ښار کالې کې دغه لارۍ کې ځانونه پټ کړي وو.

د اګست په پای کې یو ایرلندی موټر چلوونکی د فرانسې د یوې محکمې له خوا بې ګناه وپېژندل شو. د نوموړي په لارۍ کې د ۵ ماشومانو په ګډون ۹ کډوال پټ شوي وو چې د عراق او سوریې وو.


 

نورې ليکنې