د ۲۰۱۹ د مارچ ۱۳مه: مانش ټونل ته تلونکې لارۍ. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۱۹ د مارچ ۱۳مه: مانش ټونل ته تلونکې لارۍ. کرېډېټ: رویترز

د سه شنبې په ورځ (د اګست ۳مه) د فرانسې یوه محکمه ۱۳ قاچاق وړونکي د ۲ تر ۷ کلونو پر بندر محکوم کړل. یاد کسان چې ډېری یې کردي عراقیان دي برتانیا ته د ناقانونه کډوالو په قاچاق تورن وو.

برتانیا ته د ناقانونه کډوالو د قاچاق یوه ډله، چې ډېری یې کردي عراقیان دي او برتانیا کې اوسېږي، د سه شنبې په ورځ د فرانسې د یوې محکمې له خوا په بند محکوم شول.

خو د فرانسې پواتیې سیمې محکمې ته یوازې ۶ قاچاق وړونکي حاضر شوي وو، ځکه ۴ نور تورن کسان د محاکمې پر مهال په تېښته کې وو او ۳ نور یې د تر قضایې نظارت لاندې وو.

یاد کسان، چې عمرونه یې له ۲۵ تر ۳۵ کلونه دي، د ۲ تر ۷ کلونو په بند محکوم شول. دوی همدا راز په قطعي ډول فرانسې خاورې ته له ننوتلو منع شوي دي.

یاد کسان په ډله ییزه توګه د ناقانونه کډوالو د اوسېدنې ملاتړ، وسله وال تاوتریخوالی، د وسلو قاچاق، د جعلي اسنادو د درلودلو او له اوامرو د سرغړونې په تور محاکمه شول.

دغه راز د یادې محکمې قاضي دوه کسان چې ګومان کېږي د ډلې مشران وي د ۷ تر ۱۰ کلونو په بند محکوم کړل.

څېړنه د ۲۰۱۷ په جون میاشت کې تر هغې وروسته پیل شوه چې یاده نېټه کې د قاچاق وړونکو دوه ډلې د پواتیې – شنسې په لویه لاره کې سره وسله واله شخړه وکړه.


 

نورې ليکنې