۲۰۱۸ کې تر ۲۰ کم کډوال بېرته افغانستان ته اخراج شول. کرېډېټ: پېکچر الاینز
۲۰۱۸ کې تر ۲۰ کم کډوال بېرته افغانستان ته اخراج شول. کرېډېټ: پېکچر الاینز

کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې اټکل دی چې فرانسه به په روانه میاشت کې دوه افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراج کړي. دا لومړی ځل دی چې په ۲۰۱۹ کې افغان کډوال له فرانسې نه شړل کېږي. بل لور ته پاریس وایي چې سږ کال به د افغان کډوالو پروسه چټکه شي.

د افغانستان حکومت یوه سرچینه کډوال نیوز ته وایي چې اټکل دی فرانسه به د روان کال په سپټمبر میاشت کې دوه افغان کډوال بېرته کابل ته وشړي. یاد کسان د فرانسې د منیل – املو (پاریس سیمه کې) او رېن (برتاین سیمه کې) په توقیف ځایونو کې بند دي. د سیماد سازمان په حواله اټکل دی چې دوی به د سپټمبر په ۷ او ۱۸ نېټو له فرانسې نه اخراج شي.

که د یادو کډوالو اخراج عملي شي، روان کال کې به دا د افغان کډوالو د اخراجولو لومړی پړاو وي. د فرانسې سڼا د یو رپوټ له مخې «په ۲۰۱۸ کې تر ۲۰ کم کډوال افغانستان ته اخراج شوي وو.»

۲۰۱۹ کې به د اخراج کچه لوړ شي

خو له فرانسې نه د یادو کډوالو اخراجول ممکن د دې هیواد په مهاجرتي سیاست کې د یو بدلون نښه وي. دغه راز اټکل دی چې د سپټمبر په ۱۸مه به د فرانسې ملي شورا پر یوه داسې قانون بحث کړي چې له مخې یې به د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو چارو مشره لولا شومان وایي چې د یادې موافقې ۲۸مه ماده د «ناقانونه کډوالو د ورتګ د مخنیوي» په اړه ده. نوموړې زیاتوي چې ممکن دغه موافقه د کډوالو د اخراجولو پروسه اسانه کړي.

د یادونې وړ ده چې د فرانسې په سڼا کې د یادې موافقې د وړاندې کولو په مهال راپور چمتو کوونکي وویل، فرانسه غواړي ۲۰۱۹ کې د اخراج کچه لوړه کړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: افغانستان کې له ګواښونو سره سره ټول اروپایي هیوادونه افغان کډوال اخراجولی شي

افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت

د روان کال په جون میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان او سیماد افغانستان کې د ملکي وګړو د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښودله. د هغوی په وینا افغانستان یو خوندي هیواد نه دی، نو ځکه افغانستانه ته د افغان کډوالو بېرته اخراجول ناقانونه عمل بلل کېږي.

بل لور ته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په سایټ کې راغلي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې د ترهګرۍ له امله ډېر زیانمن شوی دی. یاد هیواد کې هره میاشت شاوخوا ۲۰۰۰ پېښې رامنځته کېږي.

 بل لور ته د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې ۲۰۱۸ کې نږدې ۱۶۹۲ کسان په بریدونو کې وژل شوي دي. نو ځکه تېر کال افغانستان کې تر ټولو خونړی کال بلل کېږي.

سیماد او د بخښنې نړیوال سازمان له فرانسې څخه غواړي چې د افغان کډوالو د اخراجولو پروسه وځنډي. دوی همدا راز د دوو افغان کډوالو د اخراج د مخنیوي له پاره د فرانسې له کورنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: آلمان: د مهاجرو اخراج له مقاومت او د ځواک له کارېدو سره مل دی

کډوال نیوز هڅه وکړه چې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

 

نورې ليکنې