له کابين دباندي پټ سفر کوونکو څخه صرف هر څلورم ژوند پاته کيږي
له کابين دباندي پټ سفر کوونکو څخه صرف هر څلورم ژوند پاته کيږي

په الوتکه کي ځان پټول او د غېر رسمي مسافر په توګه پکښي سفر د مهاجرت يوه هغه تر ټولو خطرناکه او وژونکې لاره ده.

په پټه توګه په الوتکه کي داسي سفر کول چي د مسافرو له پاره په ځانګړو چوکيو کي نه بلکه د الوتکي په نورو خلاؤ کي ځان پټول وي، اکثره وخت صرف و قبر ته د يو لاري ټکټ کولو په معنی وي. يا په بله اصطلاح دا ډول يو سفر د ځان وژنې يوه هڅه هم بلل کيدلای سي.

تقريبا د ټولې نړۍ د هيوادونو په ټولو هوايي ډګرونو کي امنيتي تدابير خورا ټينګ وي. له همدې کبله ډېر کم وخت داسي پيښيږي چي په غير قانوني توګه کوم کس يا يوه ډله ځان تر الوتکي ورسوي او هلته ځان پټ کړي تر څو د مهاجر په توګه بل هيواد يا حتی بلې ستري وچې ته ځان ورسوي. دا ډول په لسهاؤ پيښي ثبت سوي چي خلک په هوايي ډګرونو کي پټ سوي او په عمومي توګه په لوی مسافر وړونکو الوتکو کي يې په غير قانوني توګه د ناڅرګند مسافر په توګه د سفر هڅه کړې وي.

دا خورا خطرناک او په ځانګړي ډول وژونکي سفرونه وي. د شمېرو له مخي له څلورو څخه په درو مواردو کي دا ډول هڅې د هڅه کوونکو په مرګ پای ته رسېدلي. که يو مسافر حتی دا ډول سفر کي ژوندي پاته سوي هم دي، نو د هغوی روغتيايي وضعيت دومره خراب سوی چي مرګ ته نژدې سوي او دايمي روغتيايي ستونزي ورته پيدا سوي دي.

دا ډول سفرونه ولي خطرناک وي؟

هوايي سفر په مجموع کي د يو شمېر خطرونو سره مل وي. حتی دا د هغو مسافرينو له پاره هم چي په رسمي توګه سفر کوي او د سفر ټکټان يې رانيولي وي. د مسافرو د ناستي په ځای کي اړونده خطرونه ټول اداره کيږي او ورباندي بېل اليکترونيکي آلات څار کوي.

په مجموع کي د هوايي سفر درې ډوله لومړني خطرات وي چي بايد په دقيق ډول په هر پرواز کي اداره سي:

لومړی خطر هغه وخت رامنځ ته کيږي کله چي الوتکه د هوا ترافوسفېر پورتنۍ کچې ته ننوځي نو د تودوښي درجه يخه او سړه کيږي. له همدې کبله د الوتکي دننه د کيبين تودوښه په مصنوعي توګه د مځکي د تودوښي سره برابره کړل کيږي. نن ورځ اکثره مسافر وړونکې الوتکي د ۳۲ زره فوټه څخه تر ۳۵ زره فوټه پوري لوړ پرواز کوي چي په بل حساب دغه لوړوالی د بحر له سطحي څخه ۱۰ کلومتره هسک وي. په دغه هسکوالي کي درجه حرات د منفي څلوېښتو او منفي شپېتو سانتي ګراد پوري ټيټه وي.

که پټ مسافر د الوتکي په داسي برخه کي د پرواز پر وخت شتون ولري، چيري چي د درجه حرارت جګولو تخنيکي امکانات نه وي، لکه د الوتکه بيروني برخي او يا د الوتکي دننه د سامان د انتقال خونې، نو دغه مسافر که ژوندي پاته هم سي، د زيات يخ له کبله يې ښايي د بدن بعضي اعضا قطع کړل سي.

دويم خطر په لوړه کي د هوا د فشار کښته کېدل دي. يعني د مسافرو د کابين بهر د هوا فشار داسي کښته وي چي پکښي انسان ساه نه سي اخيستلای يا په اصطلاح تنفس نه سي کولای. د مسافرو په کابين کي په مصنوعي توګه د فشار دغه فرق داسي له منځ وړل کيږي چي پکښي مسافر بېله تکليف څخه ساه واخيستلای سي. خو له کابين څخه بيرونه په کښته هوايي فشار کي انسان ساه نه سي اخيستلای او له دې کبله خپل ژوند دلاسه ورکوي.

دريم خطر په لوړه ارتفاع کي د اکسيجن کمولای دی. د بحر له سطحي څخه په ۳۵ زره فوټه ارتفاع کي د بحر د سطحي په پرتله د اکسيجن کچه څلورمه برخه وي. په دې توګه دغه مقدار دومره کم وي چي د انسان د ژوندي پاته کېدو له پاره کفايت نه کوي. د مسافرو په کابين کي د هوا فشار او پکښي د اکسيجن کچه په مصنوعي توګه عادي ساتله کيږي. خو د مسافرو د کابين څخه بيرون د اکسيجن مقدار د ژوندي پاته کېدو له پاره کفايت نه کوي.

په دې توګه نو د مسافرو له کابين څخه دباندي په اوږد پرواز کي د دې چانسونه ډېر کم وي چي انسان دي پکښي ژوندی پاته سي.

د يادو درو خطرونو تر څنګ د الوتکي په لاندي برخه کي په خورا چټکه توګه د کيروسين د سوځېدن له کبله د درجه حرارت دومره جګېدل چي انسان وسوځي او يو شمېر نور خطرونه هم موجود وي.

 

نورې ليکنې