د سپټمبر ۸مه: د کډوالو بېړۍ. کرېډېټ: د اس او اس مدیترانې له ټویټر پاڼې څخه
د سپټمبر ۸مه: د کډوالو بېړۍ. کرېډېټ: د اس او اس مدیترانې له ټویټر پاڼې څخه

د اوشېن وایکنګ په نامه ژغورونکې کښتۍ د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر ۸مه) د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ۵۰ کډوال وژغورل. یاد کسان په یوه رابرۍ بېړۍ کې سپاره وو.

د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو د کډوالو ژغورنې کښتۍ اوشېن وایکنګ د یکشنبې په ورځ د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ۵۰ کډوال وژغورل. د یادو کډوالو په ډله کې یوه امېندواره ښځه، ۱۲ کم عمره کسان او ۳۷ نارینه دي. دوی ټول له افریقایي هیوادونو څخه راغلي دي.

د یادو کډوالو د ژغورنې عملیات له هغې وروسته ترسره شول چې مدیترانه کې د کډوالو ټلېفوني پلاټفورم الارم فون اوشېن وایکنګ، د ایټالیا، مالتا او لیبیا چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او مون بېرد ته د یادو کډوالو د بېړۍ په اړه اطلاع ورکړه.

د کډوالو بېړۍ بالاخره د ورځې په ۱ و نیمو بجو وموندل شوه.

بېړۍ کې تر حده زیات کډوال سپاره وو او ماشین یې له کاره لوېدلی و.

د کډوالو تر ژغورولو وروسته اوشېن وایکنګ د لیبیا، مالتا او ایټالیا چارواکو څخه د ژغورل شویو کډوالو د ښکته کېدو له پاره د یو خوندي ځای د تعیینولو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو نړیواله اداره او د بشري حقونو مدافع بنسټونه وایي چې لیبیا د کډوالو له پاره خوندي هیواد نه دی. دغه راز د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په دې اند دی چې د شمالي افریقا هیوادونه هم د کډوالو د ښکته کېدو له پاره خوندي نه ګڼل کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: تر ۱۴ ورځو انتظار وروسته اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره کډوال مالتا کې د کوزېدو اجازه ترلاسه کړه


 

نورې ليکنې