الان کردي کې سپاره کډوال. کرېډېټ: رویترز
الان کردي کې سپاره کډوال. کرېډېټ: رویترز

د کډوالو ژغورونکې کښتۍ الان کردي د اګست له ۳۱مې راهیسې مدیترانه کې بنده پاتې ده. یاده کښتۍ کې اوس مهال ۵ کډوال سپاره دي. تر دې مخکې د الان کردي مسولانو کښتۍ کې د کډوالو د روغتیایي وضعیت په اړه چارواکو ته خبرداری ورکړی و.

سي ای سازمان د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۹مه) په خپله ټویټر پاڼه اعلان وکړ، چې تېره شپه کښتۍ کې سپاره ۳ نور کډوال مالتا کې ښکته کړل شول.

ټویټ کې راغلي، داسې معلومېږي چې مالتا د کډوالو د روغتیایي حالت د خرابېدو انتظار کوي.

تېره یکشنبه د اګست ۸مه یاد سازمان په خپله پاڼه د یو ۱۷ کلن تونسی کډوال د ځان وژنې هڅه په اړه اطلاع ورکړې وه. د ټویټ له مخې یاد کډوال ساحل ته د رسېدو په هیله ځان اوبو ته غورځولی و.

تر دې وړاندې د الان کردي کښتۍ مسول سازمان په حواله کښتۍ کې د کډوالو روغتیایي وضعیت ډېر بد بلل شوی و. چارواکو زیاته کړې وه چې دوی د مالتا ساحلي ګارد ته د کډوالو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی، خو کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په تېرو څو ورځو کې یاده کښتۍ کې سپاره ۵ کډوال د روغتیایي لاملونو له کبله مالتا کې د کوزېدو اجازه ترلاسه کړه.

 یاد کډوال د اګست په ۳۱مه د لامپدوسا په ۶۳ کیلومترۍ کې په یوه بېړۍ کې وموندل شول. دوی له تونس څخه خپل سفر پیل کړی و. سي ای سازمان د یادو کډوالو تر ژغورلو وروسته وویل چې هېڅ یو یې د ژغورنې واسکټ نه درلود.

تر دې مخکې ایټالیا یاده کښتۍ منع کړې وه چې د دې هیواد ساحلي اوبو ته داخله شي. الان کردي وروسته د مالتا په لور روانه شوه. په لومړي سر کې مالتايي چارواکو وویل چې چمتو دي یاد کډوال ومني، خو د کډوالو د هویت تر پوښتلو وروسته دوی کښتۍ کې د سپرو کسانو له منلو ډډه وکړه.

د الان کردي کپتان د سي ای په ټویټر پاڼه کې وویل چې دا یو غیرمسوولانه چلند دی. نوموړی زیاته کړه چې الان کردي د اروپا ساحلي ګارد کښتۍ نه ده او صلاحیت نه لري چې د ژغورل شویو کسانو پاسپورټونه چک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو د کډوالو ژغورنې کښتۍ اوشېن وایکنګ د یکشنبې په ورځ د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ۵۰ کډوال وژغورل. د یادو کډوالو په ډله کې یوه امېندواره ښځه، ۱۲ کم عمره کسان او ۳۷ نارینه دي. دوی ټول له افریقایي هیوادونو څخه راغلي دي.

 

نورې ليکنې