د یکشنبې په ورځ مدیترانه کې ۳۴ کډوال وژغورل شول. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې ټویټر پاڼه
د یکشنبې په ورځ مدیترانه کې ۳۴ کډوال وژغورل شول. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې ټویټر پاڼه

د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۹مه) مدیترانه کې د ۶ ښځو او یو ماشوم په ګډون ۳۴ کډوال د المانۍ بېړۍ جوزفا له خوا وژغورل شول. یاد کډوال له سمندره تر ژغورېدو وروسته اوشېن وایکنګ کښتۍ ته انتقال شول.

د بې سرحده ډاکټرانو او اس او اس مدیترانې سازمان وایي، د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۹مه) له مدیترانې څخه د جوزفا بېړۍ له خوا ژغورل شوي کډوال اوشېن وایکنګ کښتۍ ته انتقال شوي دي. 

یاد کډوال د لییبا ساحلي اوبو ته نږدې بوري سیمه کې له هغې وروسته اوشېن وایکنګ ته انتقال شول چې د جوزفا کارکوونکو سمندر کې د توپان له امله بېړنۍ حالت اعلان کړ.

دغه کسان – ۲۲ سړي، ۶ ښځې او ۱ یو کلن ماشوم – په یوه رابرۍ بېړۍ کې سپاره ول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره یکشنبه اوشېن وایکنګ د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ۵۰ کډوال وژغورل. د یادو کډوالو په ډله کې یوه امېندواره ښځه، ۱۲ کم عمره کسان او ۳۷ نارینه وو

اوس مهال اوشېن وایکنګ کې ټولټال ۸۴ کډوال سپاره دي. 

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اوشېن وایکنګ: مدیترانه کې ۵۰ کډوال وژغورل شول

د دغو کسانو تر ژغورلو وروسته اوشېن وایکنګ د لیبیا، مالتا او ایټالیا چارواکو څخه د کډوالو د ښکته کېدو له پاره د یو خوندي ځای د تعیینولو غوښتنه وکړه.

تېره ورځ د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خپله ټویټر پاڼه ولیکل، له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو پر بدنونو د فېزیکي تاوتریخوالي نښې لیدل کېږي او داسې معلومېږي چې دوی په لیبیا کې شکنجه شوي وي.


 

نورې ليکنې