د ۲۰۱۹ د جون ۲۶مه سي واچ کښتۍ لامپدوسا بندر کې. کرېډېټ: رویترز
د ۲۰۱۹ د جون ۲۶مه سي واچ کښتۍ لامپدوسا بندر کې. کرېډېټ: رویترز

ګڼ شمېر مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې مدیترانه کې یې کښتۍ د کډوالو د ژغورنې عملیاتو د ترسره کولو له امله تر سیاسي فشار لاندې دي. د یادو سازمانونو ځینې کښتۍ ضبطې شوې او کپیتانونه یې د ناقانونه کډوالۍ د ملاتړ په تړاو تورن شوي دي. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

سره له دې چې نن سبا مرکزي مدیترانه کې اوشېن وایکنګ او الان کردي د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه ترسره کوي، خو ځینې نورې ژغورونکې کښتۍ یاد سمندر ته د بېرته ورتلو صلاحیت نه لري. بشپړ معلومات.

مار جونیو

مار جونیو یا د ایټالوۍ ټولنې مدیترانیا سېوېنګ هیومنز کښتۍ د سپټمبر له پیله راهیسې د ایټالوي چارواکو له خوا ضبطه شوې ده. یاده کښتۍ د ناقانونه مهاجرت د ملاتړ په تړاو د سیسیل د اګریجنت سیمې محکمې تر عدلي تعقیب لاندې ده.

دغه کښتۍ اوس د لامپدوسا بندر ته نږدې درول شوې ده. مار جونیو تېره میاشت د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۹۸ کډوال وژغورل. د دغو کډوالو له ډلې څخه ۶۷ تنه یې چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، ایټالیا کې ښکته کړل شول.

مدیترانیا ټولنه وایي چې کښتۍ یې د ایټالیا د «ساحلي ګارد د رسمي اجازې» پر بنسټ د دغه هیواد اوبو ته ننوتلې وه.

الېنور

د الماني سازمان لایف لاین کښتۍ الېنور د سپټمبر په پیل کې د ایټالوي چارواکو له خوا ونیول شو. یاده کښتۍ د سیسیل په پوزالو بندر کې درول شوې ده او په دې تورنه ده چې په ناقانونه توګه د ایټالیا ساحلي اوبو ته ننوتلې ده.

الېنور د اګست میاشتې په پای کې نږدې سل کسان له مدیترانې څخه ژغورلي وو. د یادو کډوالو تر ژغورلو وروسته دغه کښتۍ د ایټالیا ساحلي اوبو ته داخله شوه.

اوپن ارمز

اسپانوۍ کښتۍ اوپن ارمز د اګست میاشتې په پای کې ایټالیا کې ودرول شو. یاده کښتۍ له هغې وروسته ضبطه شوه چې سیسیل کې یې د ۸۳ کډوالو د ښکته کېدو عملیات ترسره کړل.

اوپن ارمز تر دې مخکې هم دوه ځله درول شوی و: په ۲۰۱۸ او د ۲۰۱۹ په جنورۍ میاشت کې. اوپن ارمز په لومړی ځل د ایټالوي چارواکو او په دویم ځل د اسپانوي چارواکو له خوا ودرول شو.

لایف لاین

د لایف لاین سازمان دغه کښتۍ د ۲۰۱۸ له جون میاشتې راهیسې د مالتا په لا والت بندر کې درول شوې ده. مالتا ته د رسېدو پر مهال یاده کښتۍ کې ۲۳۰ کډوال سپاره ول.

لایف لاین له هغې وروسته ضبط شو چې د مالتا د لومړي وزیر جوزف موسکات په حواله د دغې کښتۍ کپیتان له «نړیوالو قوانینو» څخه سرغړونه وکړه.

تر دې مخکې د یادې کښتۍ کپتان کلاوس – پېتر رایش د اداري مسلو له کبله جرمانه شوی و. نوموړی د محکمې تر پرېکړې وروسته د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

کلاوس – پېتر رایش د الېنور کښتۍ کپتان هم دی.

سي واچ ۳

د الماني سازمان سي واچ دغه کښتۍ د ۲۰۱۹ د جون میاشتې له پای راهیسې سیسیل کې درول شوې ده.

د یادې کښتۍ کپتانه کارولا رکېت د ایټالوي پولیسو له خوا نیول شوې وه. نوموړې پر دې تورنه وه چې د سپرو کډوالو د کوزولو په خاطر یې په ناقانونه توګه د ایټالیا لمپدوسا اوبو ته ننوتلې.

د ایټالیا د یوې محکمې د حکم پر بنسټ نوموړې سمندر کې د ژغورنې عملیاتو د ترسره کولو په خاطر له بنده خوشې شوه.

آغلې رکېت اوس مهال د ناقانونه مهاجرت د ملاتړ په تړاو تر عدلي تعقیب لاندې ده.

لوونتا

د الماني سامزان یوګن رېتېت کښتۍ لوونتا د ۲۰۱۷ په اګست میاشت کې د ایټالوي چارواکو له خوا ونیول شوه. یاده کښتۍ د «پټ مهاجرت» په ملاتړ تورنه ده. د ۲۰۱۸ په اپریل میاشت کې د لوونتا د خوشې کېدو غوښتنه د یوې ایټالوۍ محکمې له خوا رد شوه. لوونتا اوس مهال د سیسیل په تراپاني بندر کې ده.

***

هغه کښتۍ چې سمندر کې یې ماموریتونه درولي دي

- د سي ای سازمان کښتۍ هامبورګ کې ده او نور به د ژغورونکې کښتۍ په توګه فعالیت و نه کړي.

- د سي ای سازمان سي فوچ کښتۍ سمندر کې خپل فعالیتونه درولي او اوس له یو بل سازمان سره تړاو لري. سي اوی وایي چې ممکن د دغې کښتۍ نوم بدل شوی وي.

- د سېف دې چېلدرېن کښتۍ وس هستیا د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې خپل فعالیتونه ودرول.

- د لایف بوت سازمان کښتۍ میندېن تېر دوبی خپل فعالیتونه ودرول.

- د پرواکتیوا سازمان کښتۍ ګولف ازورو تېر دوبی خپل فعالیتونه ودرول.

- د بې سرحده ډاکټرانو کشتۍ پرودانس د ۲۰۱۷ په اکټوبر میاشت کې خپل فعالیتونه ودرول.

- د مائوس سازمان کښتۍ فونیکس تېر دوبی روهینګیا خلکو سره د مرستې په خاطر برماني ته ولاړ.

 

نورې ليکنې