له ارشیف څخه. کرېډېټ: پیکچر الاینز، دي پي اې، ا.بات
له ارشیف څخه. کرېډېټ: پیکچر الاینز، دي پي اې، ا.بات

د سلوانیا دولتي خبري اژانس وایي، سلوانیایي سرتېرو د دې هیواد په شمال ختیځه سیمه کې ۴۰ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي دي. سرچینه زیاتوي چې ۶ نور کډوال هم سیمې ته نږدې په یو ځنګل کې موندل شوي دي.

د سلوانیا دولتي خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، سلوانیایي سرتېرو ۴۰ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي دي. دغه راز ۶ نور کسان د سلوانیا په شمال ختیځه سیمه په یو ځنګل کې وموندل شول.

د سرچینې په حواله لارۍ چلوونکی نیول شوی او یو کډوال روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس زیاتوي، موندل شوي کډوال د پاکستان، افغانستان او هند دي.

د پولیسو په حواله دوی له کروېشیا څخه سلوانیا ته راغلي وو او له همدې کبله بېرته دغه هیواد ته وشړل شول.

بالکان هیوادونو کې په زرګونو کډوال اروپایي ټولنې ته د رسېدو انتظار باسي. بوسنیا، صربستان، کروېشیا او سلوانیا هیوادونه د بالکان پر مسیر کې پراته دي.


 

نورې ليکنې