الان کردي کښتۍ کې پاتې ۵ کډوال د سپټمبر په ۱۰مه مالتا ته ورسېدل. کرېډېټ: رویترز
الان کردي کښتۍ کې پاتې ۵ کډوال د سپټمبر په ۱۰مه مالتا ته ورسېدل. کرېډېټ: رویترز

د جرمني سازمان سي ای کښتۍ الان کردي کې پاتې ۵ کډوال د سه شنبې په ورځ مالتا کې ښکته شول. یاد کسان د اګست له ۳۱مې راهیسې مدیترانه کې بند پاتې وو.

د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۰مه) د مالتا حکومت وویل چې الان کردي کې پاتې ۵ کدوال دغه هیواد کې کوزېدلی شي. دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې د سي ای ټولنه د مالتا پر ضد خپل حقوقي شکایت بېرته واخیست.  

په همدې حال کې سي ای سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکي، هیله لري چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ورسره چلند وشي.

یاد سازمان زیاتوي چې د کډوالو د کوزولو له پاره یو مکانیزم ته اړتیا شته او اروپا باید خپله کورنۍ دنده ترسره کړي.

الان کردي ۱۰ ورځې وړاندې له تونس څخه تښتېدونکي ۱۳ کډوال وژغورل.  

یاد کډوال د لامپدوسا په ۶۳ کیلومترۍ کې په یوه بېړۍ کې وموندل شول. دوی له تونس څخه خپل سفر پیل کړی و. سي ای سازمان د یادو کډوالو تر ژغورلو وروسته وویل چې هېڅ یو یې د ژغورنې واسکټ نه درلود.

په تېرو څو ورځو کې ۸ کډوال د روغتیایي لاملونو له کبله له کښتۍ څخه ښکته کړل شول.

تېره یکشنبه د اګست ۸مه سي ای سازمان په خپله پاڼه د یو ۱۷ کلن تونسی کډوال د ځان وژنې هڅه په اړه اطلاع ورکړې وه. د ټویټ له مخې یاد کډوال ساحل ته د رسېدو په هیله ځان اوبو ته غورځولی و.

تر دې وړاندې سي ای الان کردي کښتۍ کې د سپرو کډوالو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی و. چارواکو زیاته کړې وه چې دوی د مالتا ساحلي ګارد ته د کډوالو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی، خو کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په همدې حال کې مالتا ویلي چې دوه اروپایي هیوادونو د یادو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی.

 

نورې ليکنې