د مانش کانال او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، @premarmanche
د مانش کانال او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه، @premarmanche

برتانوي چارواکي وایي چې د سه شنبې په ورځ یې مانش کانال کې ۸۶ کډوال نیولي دي. یاد کډوال غوښتل چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې د سه شنبې په سهار (د سپټمبر ۱۰مه) د دې هیواد سمندري ځواکونو دوه بېړۍ کې سپاره ۲۳ کدوال نیولي دي. یاد کسان چې د ایران، افغانستان، پاکستان او فیلیپین دي د برتانیا سوېلي ښار دوور ته وړل شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې د ورځې د غرمې په شاوخوا کې ۱۸ نور کسان - چې په ډله کې یې ۱۴ ایرانیان، یو عراقی او یو ویټنامی دي - له مانش څخه نیول شوي دي.

چارواکي دغه راز ۲۳ ایراني او اتیوپیایي کډوال له یاد سمندره نیولي دي.

د سرچینې په حواله ځینې نور کډوال برتانوي سواحلو ته تر رسېدو وروسته ونیول شول.

بل لور ته د فرانسې د سمندري ځواکونو په خپله ټویټر پاڼه لیکي، د سمندري ژاندارم او د یوې بلجیمۍ لټونکې الوتکې د عملیاتو په پایله کې د کالې په ساحلي اوبو کې یو کډوال ژغورل شوی دی.

په همدې حال کې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند وایي یاد کسان د قاچاق وړونکو په مرسته برتانیا ته د راتلو هڅه کوي، خو د قاچاق وړونکو ډلې د کډوالو د ژوند پروا نه لري.

سرچینه زیاتوي: «له فرانسوي چارواکو سره ګډ موږ په ټولو کچو له دغو خطرناکو او ناقانونه فعالیتونو سره مبارزه کوو.»

د فرانسې د سمندري ځواکونو د شمېرې له مخې د روان کال له پیله راهیسې نږدې ۱۵۰۰ کسان هڅه کړې چې د مانش کانال له لارې ځان برتانیا ته ورسوي. ۲۰۱۸ کې ۵۸۶ کسان د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلو هڅې کړې وې.

 

نورې ليکنې