د پاریس په شمالي سیمو پورت دو لا شاپل او اوبرویلیې کې د کډوالو شمېر «بې سارې کچې» ته رسېدلی دی. یادو سیمو کې تر ۲۰۰۰ ډېر داسې کسان ژوند کوي چې د سړکونو پر غاړو یې خپلې خیمې درولې دي. په همدې حال کې مهاجر پلوه سازمانونه د یادو کسانو د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکوی او زیاتوي چې مهاجرو ته د اوسېدو ځای د برابرولو یو اساسي مکانیزم ته اړتیا شته. کډوال نیوز له سیمې څخه رپوټ ورکوي.
افغان کډوال وحیدالله وایي: «څو ورځې مخکې مې دغه لیک ترلاسه کړ. خو نه پوهېږم چې څه په کې لیکل شوي دي.» دغه لیک د پناه غوښتنې محکمې له خوا وحیدالله ته استول شوی دی. لیک کې راغلي چې دی باید ژر تر ژره خپل مدافع وکیل ته ټلېفون وکړي او د خپلې محاکمې له پاره تیاری ونیسي.
وحیدالله د افغانستان د لغمان ولایت دی او له څو میاشتو راهیسې د فرانسې د پورت دو لا شاپل په یو کمپ کې ژوند کوي. نوموړی وایي چې ۸ کاله یې په یونان کې تېر کړي او یو و نیم کال یې په ایټالیا کې. خو په دواړو هیوادونو کې یې دوسیه و نه منل شوه.
د وحیدالله په څېر ګڼ شمېر افغان کډوال د پورت دو لا شاپل او پورت دوبرویلیې په کمپونو کې تر خیمو لاندې شپې او ورځې تېروي.
د یوتوپیا ۵۶ غړې لولا چې هره ورځ د پاریس په کمپونو کې له کډوالو سره مرسته کوي، وایي: «دلته هر ډول کډوال شته. کورنۍ، مجرد سړي او ان کم سنه کسان. ځینې کډوال ډوبلیني شوي، ځینې نور یې د هرکلي له عاجلو مراکزو څخه شړل شوي او یا یې دوسیې رد شوې او له همدې کبله اوس په سړکونو کې ژوند تېروي.» د هغې په حواله یادو سیمو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان اوسېږي.
په همدې حال کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان مشر کورین تور د آغلې لولا د خبرو په تاییدلو سره وایي، د پاریس په کمپونو کې د کډوالو شمېر «بې سارې کچې» ته رسېدلی دی.
نوموړې زیاتوي، دلته یوازې هغه کسان نه دي چې د هرکلي له عاجلو مرکزونو څخه شړل شوي وي، د کډوالو په ډله کې داسې کسان هم شته چې په دوبي کې له تشو ودانیو څخه وشړل شول.
د کډوالو اوږده لیکه
۲۵ کلن احمد د میدان وردګ د بهسود سیمې دی. هغه نن د پورت دو لا شاپل د سړک پر غاړی ناست دی او شېدې څښي. د احمد په څېر ګڼ شمېر کډوال د خوړو په یوه اوږده لیکه کې ولاړ دي او د سبا ناري انتظار باسي: ډوډۍ، چای یا کافي او بسکېټونه. احمد د کډوالو لیکې ته په اشاره وایي، هیله یې دا نه وه چې یو ځل بیا له داسې یو وضعیت سره مخ شي، خو «قسمت» یې همداسې و.
نوموړی فرانسې ته تر راتلو وروسته څلور نیم کاله په اتریش کې تېر کړي او الماني ژبه یې زده کړې ده.
دی وایي: «هلته مې هر څه درلودل. خو اوس په سړکونو کې اوسېږم.»
ښاغلی احمد زیاتوي چې اتریش کې یې درې ځله د پناه غوښتنه رد شوه. هغه بیا د اخراج له وېرې د فرانسې په لور حرکت وکړ. نوموړی د همدغه سخت وضعیت له کبله ناروغ شوی او اوس یې سینه درد کوي.
خو هغه د مهاجر پلوه سازمانونه څخه راضي دی او وایي چې د سبا ناري له پاره هر سهار دلته راځي.
پورت دو لا شاپل سیمه کې د ارمې د سالو په نامه سازمان هره ورځ پر کډوالو خواړه ویشي. د دې سازمان یوه غړې ماري وایي، موږ هر سهار شاوخوا ۶۵۰ تر ۷۵۰ کسانو ته سبا ناری ورکوو.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس ښاروالۍ غواړي د خوړو پر وېشلو کنترول ولري
بل لور ته د بې سرحده ډاکټرانو د ماموریت مشره کورین تور دغه وضعیت ستړی کوونکی بولي. نوموړی وایي چې د بېلګې په توګه یوتوپیا ۵۶ له هغوی څخه د نوېو خیمو او د روغتیایي شیانو د برابرولو غوښتنه کوي، ځکه چې د کډوالو شمېر له اندازې زیات شوی دی. د هغې په حواله له درېو کلونو راهیسې وضعیت همداسې روان دی او هېڅ بدلون په کې نه دی راغلی.
ککړتیا او روغتیایي ستونزې
یوسف وایي: «موږ له مږو څخه ډارېږو. دلته داسې لویې مږې شته چې د شپې له خوا ان خیمو ته ننوځي.» ۲۵ کلن یوسف د سومالیا دی او له یو و نیم میاشتې راهیسې د اوبرویلیې په ناقانونه کمپ کې تر یوې کوچنۍ خیمې لاندې ژوند کوي. نوموړی فرانسې ته تر راتلو مخکې په سویډن کې اوسېده. خو هلته یې د پناه غوښتنه رد شوه. دی اوس ډوبلیني شوی او د قانون له مخې باید تر ۱۸ میاشتو پورې په دغه «ککړ چاپېریال» کې انتظار وباسي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: د بې سرحده ډاکټرانو کلنیک له هغو کډوالو سره مرسته کوي چې په سړکونو کې ژوند تېروي
د یوتوپیا ۵۶ غړې لولا په دې اند ده چې د چاپېریال ککړتیا د کډوالو شمېر سره تړاو لري. نوموړې تشنابونو ته په اشاره وایي چې له یوه خوا خو د تشنابونو شمېر کم دی او له بلې خوا تشنابونه ډېر چټل دي او د استفادې وړ نه دي.
هغه دا هم وایي چې کمپونو کې د ناروغیو کچه نه ده لوړه. د بېلګې په توګه، تر اوسه د توبرکلوز کومه پېښه نه ده لیدل شوې خو ځینې کډوال د خارښت په ناروغۍ اخته شوي دي. د نوموړې په خبره په ځینې حالاتو کې هم د کډوالو ټپونه په مېکروبونو ککړېږي.
د پولیسو ګزمې او شخړې
سازمانونه همدا راز وایي، بله ستونزه دا ده چې سیمه کې د پولیسو ګزمې ډېرې شوې دي. د آغلې لولا په حواله نن سبا پولیسو هره ورځ کمپونو ته راځي او د کډوالو سندونه ګوري. نوموړې زیاتوي چې دوی بې سنده کډوال او یا هغه کسان چې د خاورې پرېښودلو ته اړ شوي له ځان سره وړي.
په همدې حال کې د ارمې دو سالو غړې ماري زیاتوي چې د سرپناه ورکولو عملیاتونو پر مهال ځینې داسې کسان هم شته چې نه غواړي سرویسونو ته سپاره شي، ځکه دوی له ډېرې مودې راهیسې پاریس کې اوسېږي او ډېری یې ډوبلیني شوي دي. وېره یې دا ده چې ممکن د هرکلي له مرکزونو څخه وشړل شي. د نوموړې په خبره د دغو کسانو په ډله کې ګڼ شمېر افغانان لیدل کېږي چې له سویډن او یا المان څخه فرانسې ته راغلي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس په شمالي سیمه کې کډوال له نشه یانو څخه شکایت لري
خو کمپونو کې کله ناکله شخړې هم رامنځته کېږي. د آغلې لولا په خبره کډوال ستړي شوي دي او له همدې کبله یې رواني حالت ثابت نه دی.
دا په داسې حال کې چې د فرانس تېر دزیل ادارې مشر پییر هانري په حواله په تېرو څلورو ورځو کې ځینې کډوال د دې ادارې له کارکوونکو سره دوه ځله تاوتریخجن چلند درلود. خو نوموړی زیاتوي چې د یادې ادارې ګزمې به ادامه ولري.
ښاغلي هانري دا هم وایي چې د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو د سخت وضعیت په اړه چارواکو ته خبرداری ورکړی دی.