له ارشیف څخه: پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي وایي چې د روان کال تر پایه پورې به له بېرته ستنېدونکو مهاجرو سره مرسته ۲۵۰۰ یورو ته لوړه شي. تر دې د مخه هغه مهاجر چې په خپله خوښه وطن ته ستنېدل د اوفي له لوري ورسره ۱۸۵۰ یورو مرسته کېده. د اوفي ادارې په حواله هغه افغانان، عراقیان او ایرانیان چې په ایل دو فرانس او یا او دو فرانس سیمو کې اوسېږي او غواړي چې خپلو هیوادونو ته بېرته ولاړ شي نو له هغوی سره مالي مرسته کېږي.

د فرانسې حکومت د یوې نوې پرېکړې پر بنسټ له بېرته ستنېدونکو کډوالو سره مرسته ۲۵۰۰ یورو ته لوړېږي.

د دې پرېکړې له مخې به د روان کال تر پایه پورې له رد شویو پناه غوښتونکو – هغه کسان چې نه غواړي د خپلې دوسیې د بیا کتنې غوښتنه وکړي – او بې سنده کډوالو سره مالي مرسته ډېره شي.

د ۲۵۰۰ یورو په ارزښت مرسته

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداري مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي: «هغه ایرانیان، افغانان او عراقیان چې په ایل دو فرانس او یا او دو فرانس سیمو کې اوسېږي، که دوی په خپله خوښه بېرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي نو له هغوی سره د ۲۵۰۰ یورو په ارزښت مرسته کېږي.»

نوموړی زیاتوي، دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې د لیل محکمه د ګراند – سنت سیمې د جمنازیم د تړلو امر وکړ.

د لیل سیمې محکمه د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۴مه) پرېکړه وکړه چې ګراند – سنت کې په زرګونو کډوال باید له یو لوی جمنازیم څخه وشړل شي.

خو افغانستان او عراق کې د خرابو امنیتي وضعیت له امله د کډوالو بېرته ستنېدنه یو شخړېزه موضوع ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په سایټ کې افغانستان او عراق ناامنه هیوادونه یاد شوي دي.

۲۰۱۸ کې تر ۱۰۰۰۰ ډېر کسان بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شول

خو د اوفي ادارې مشر دیدیې لشي وایي چې هر کال ګڼ شمېر کډوال په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستنېږي. د اوفي د شمېرې له مخې ۲۰۱۸ کې ۱۰۷۵ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ښاغلی لشي په دې اند دی چې افغانانان فرانسه کې د پناه غوښتنه کولی شي، او په هرو لسو کسانو کې څه باندې ۸ یې منل کېږي.

په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کې هم له بېرته ستنېدونکو کډوالو سره مرسته ۲۵۰۰ یورو ته لوړه شوې وه.

د اوفي د شمېرې له مخې تېر کال د ۲۷۰۹ ماشومانو په ګډون ۱۰۶۷۸ کسان له دغې مالي مرستې څخه برخمن شوي دي چې د ۲۰۱۷ په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

 

نورې ليکنې