کډوال د اوشېن وایکنګ په ژغورونکې کښتۍ کې. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې سازمان
کډوال د اوشېن وایکنګ په ژغورونکې کښتۍ کې. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې سازمان

د شنبې په شپه (د سپټمبر ۱۴مه) د اوشېن وایکنګ په نامه ژغورونکې کښتۍ کې سپاره ۸۲ کډوال د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شول. یاد کډوال له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو.

د شنبې په شپه د بې سرحده ډاکټرانو او اس او اس مدیترانې سازمانونو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ کې سپاره ۸۲ کډوال د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته کړل شول.

ایټالیا د شنبې په ورځ له هغې وروسته یاده کښتۍ کې سپرو کډوالو ته خپله خاوره کې د کوزېدو اجازه ورکړه چې اروپایي هیوادونو د یادو کډوالو پر وېشلو توافق وکړ.

اوشېن وایکنګ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کډوالو د ژغورلو له پاره به بېرته د لیبیا ساحلي اوبو ته ولاړ شي.

دغه کډوال د دوو بېلابېلو عملیاتو په پایله کې له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو: ۵۰ تنه یې د سپټمبر په ۸مه د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل شول، او ۳۴ نور کسان لومړی د جوزفا په نامه کښتۍ له خوا وژغورل شول او بیا اوشېن وایکنګ ته انتقال شول.

د چهارشنبې په ورځ یوه امېندواره ښځه او مېړه یې د روغتیایي لاملونو له کبله د مالتا د یوې الوتکې له خوا له کښتیه ښکته کړل شول.  

تر دې د مخه د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي وو چې یاده کښتۍ کې ۵۸ سړي، ۶ ښځې او ۱۸ کم سنه کسان سپاره دي.

اوشېن وایکنګ د سپټمبر په ۲مه مدیترانه کې خپل دویم ماموریت پیل کړ. یاده کښتۍ د خپل لومړی ماموریت په ترڅ کې ۳۵۶ کسان له مدیترانې څخه ژغورلي وو.

د اروپایي هیوادونو ترمنځ موافقه

د اروپایي هیوادونو ترمنځ د یوې موافقې پر بنسټ به یاد کډوال د ایټالیا (۲۴)، فرانسه (۲۴)، المان ( ۲۴)، پورتګال (۸) او لوکزامبورګ (۲) له خوا ومنل شي.  

د اوشېن وایکنګ د ژغورنې عملیاتو مشر نیکولا ستالا د شنبې په ورځ وویل: «د کډوالو تر کوزولو وروسته به اوشېن وایکنګ مرکزي مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه بیا پیل کړي.»

د ایټالوۍ رسنیو په حواله اټکل دی چې اروپایي هیوادونه – فرانسه، المان، اسپانیا، لوکزامبورګ، رومانیا، پورتګال او مالتا – به د کډوالو د «وېشلو» له پاره یو لنډمهال میکانیزم جوړ کړي.

 

نورې ليکنې