له ارشیف څخه: کډوال د لیبیا په یوه توقیف ځای کې. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: کډوال د لیبیا په یوه توقیف ځای کې. کرېډېټ: رویترز

ایټالوي چارواکي وایي د کډوالو په شکنجه کولو تورن داسې درې کسان یې نیولي دي چې د روان کال په دوبي کې د دې هیواد لمپدوسا بندر ته راغلي او د مهاجرو په یوه مرکز کې اوسېدل. د یاد مرکز ځینو اوسېدونکو ویلي چې دغه کسان د لیبیا په یوه توقیف ځای کې کډوال شکنجه کول.

ایټالوي پولیسو د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، داسې درې کسان یې نیولي چې د لیبیا د زاویې په توقیف ځای کې یې ښځې او سړي شکنجه کول او دې ته یې مجبورول چې د پیسو د لېږلو له پاره خپلو کورنیو ته ټلېفون وکړي.

دغه راز دوی پر دې تورن دي چې د زاویې په یو پخواني پوځي اډه کې یې د بندیانو له پاره ناقانونه کمپ جوړ کړی.

د خبرپاڼې په حواله پولیسو یاد کسان د سیسیل سیمې مسین توقیف ځای ته اچولي دي. 

خبرپاڼه زیاتوي، د لیبیا په توقیف ځایونو کې پر ښځو په سیستماتیک ډول جنسي تېري کېدل او ځینې نور کسان د جنسي موخو او یا مزدورۍ له پاره پلورل کېدل او ظلم ورسره کېده.

د تاوتریخوالي قربانیانو دا هم ویلي چې د لیبیا په توقیف ځایونو کې وهل ټکول کېدل.

رویترز د ایټالیا د قضایي حکم په حواله وایي، داسې ګومان کېږي چې دغه کسان (یو ۲۲ کلن ګینیایی او دوه ۲۴ او ۲۶ کلن مصریان) د یوې داسې ډلې غړي وي چې کډوال یې اختطاف کول.

ایټالوي څارنوالانو زاویې توقیف ځای کې د پخوانيو بندیانو له قوله وایي، دوی خپل هغه پخواني شکنجه کوونکي پېژندلي دي چې د سیسیل د کډوالو په یو مرکز کې اوسېدل.

د لیبیا توقیف ځایونه د وسله والو ډلو تر کنترول لاندې دي. تر دې د مخه د بشري حقونو مدافع بنسټونو لیبیایي توقیف ځایونو کې د مهاجرو پر ضد پر تاوتریخوالي کلکې نیوکې کړې دي.  

 


 

نورې ليکنې