اوشېن وایکنګ په مدیترانه کې. کرېډېټ: انتوني جین/اس او اس مدیترانې
اوشېن وایکنګ په مدیترانه کې. کرېډېټ: انتوني جین/اس او اس مدیترانې

د بې سرحده ډاکټرانو او د اس او اس مدیترانې سازمانونو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۷مه) ۴۸ کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې وژغورل. یاد کډوال په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره وو.

اوشېن وایکنګ چې یوه ورځې مخکې یې مدیترانه کې خپل ماموریت بیا پیل کړی وایي، د لیبیا په ساحلي اوبو کې یې د ۵ ښځو او ۹ ماشومانو په ګډون ۴۸ کسان ژغورلي دي.

اس اوس مدیترانې په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې د کډوالو په ډله کې یو نوی زېږېدلی ماشوم هم دی.

یاده لرګینه کښتۍ د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو کښتۍ له خوا د لیبیا د ساحلي اوبو په ۴۳ مایلۍ کې وموندل شوه.

څو ورځو مخکې اوشېن وایکنګ ۸۲ نور کډوال د ایټالیا په لمپدوسا بندر کې ښکته کړل

ایټالیا د شنبې په ورځ له له هغې وروسته یاده کښتۍ کې سپرو کډوالو ته خپله خاوره کې د کوزېدو اجازه ورکړه چې اروپایي هیوادونو د یادو کډوالو پر وېشلو توافق وکړ.


 

نورې ليکنې