له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د دوشنبې په ورځ یې له صربیا سره پر خپله پوله ۸۱ کډوال په یوه لارۍ کې موندلي دي. یاد کسان له هغې وروسته ونیول شول چې لارۍ چلوونکی د تلاشۍ له پاره پوستې ته د موټر له درېدو ډډه وکړه او له سیمې وتښتېد.

د شمالي مقدونیې پولیسو د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۶مه) ۸۱ کډوال په یوه لارۍ کې وموندل. یاد کډوال د افغانستان، هند، پاکستان او بنګله دېش دي.

داسې ګومان کېږي چې دوی د یونان له لارې شمالي مقدونیې ته ننوتلي وي.

د ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال په سلهاو زرو کډوالو د ترکیې له لارې یونان ته وننوتل او یا د بالکان له لارې یې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسول.

سره له دې چې د بالکان مسیر په ۲۰۱۶ کې وتړل شو، خو تر اوسه پورې هم ګڼ شمېر کډوال هڅه کوي چې له همدې لارې اروپا ته راشي.    

د روان کال په ترڅ کې شمالي مقدونیې ته د ننوتونکو کډوال په شمېر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تر دې د مخه د شمالي مقدونیې پولیسو ویلي وو چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې یاد هیواد ته د ۱۰۰۱۷ کډوالو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

 

نورې ليکنې