کرېډېټ: پېکچر الاینز
کرېډېټ: پېکچر الاینز

په داسې حال کې چې افغانستان کې تاوتریخوالی او د طالبانو بریدونه مخ په زیاتېدو دي، پرون د فرانسې ولسي جرګه هغه قانون تصویب کړ چې له مخې به یې له فرانسې څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج پروسه چټکه او اسانه شي.

د فرانسې ملي شورا پرون د سپټمبر پر ۱۸مه هغه قانون تصویب کړ چې پر بنسټ به یې له فرانسې څخه د افغان کډوالو د شړلو پروسه چټکه شي. 

تر دې وړاندې دغه متن د فرانسې د سنا له خوا تصویب شوی دی. د فرانسې په سنا کې د یادې موافقې د وړاندې کولو په مهال راپور چمتو کوونکي وویل، فرانسه غواړي ۲۰۱۹ کې د اخراج کچه لوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان وکړ فرانسه کې به د کډوالۍ سیاست سخت کړي. نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه پورې هېڅکله فرانسه کې د پناه غوښتونکو شمېر دومره لوړ نه و او اوس یې باید مخه ونیول شي.

د افغانستان او فرانسې په موافقه کې یوه څپرکی له ناقانونه کډوالۍ سره مبارزې ته ځانګړی شوی دی. د یاد څپرکی له مخې به له فرانسې نه افغانستان ته د افغان کډوالو پروسه چټکه او اسانه شي.

«اروپا ته د افغان کډوالو د راتګ مخنیوی»

د بخښنې نړیوال سازمان خپل سایټ کې لیکي، د یادې موافقې ۲۸مه ماده وایي چې فرانسې ته د بې سنده او ناقانونه کډوالو له راتګ باید مخنیوی وشي. د یادې ادارې په حواله دغه ماده د افغان کډوالو د شړلو بهیر چټکولی شي.

د بخښنې نړیوالې ادارې د کډوالو چارو مشره لولا شومان دا هم وایي، تېره اوونۍ د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وویل چې ۲۰۱۹ کې یې ۱۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

نوموړې زیاتوي: «موږ د افغانستان د امنیتي ضعیت په اړه اندېښمن یو. له دوو کلونو راهیسې موږ د فرانسې دولت څخه د افغان کډوالو د اخراج پروسې د ځنډولو غوښتنه کوو.»

آغلې شومان په دې اند ده چې افغانستان ته اخراج شوي کډوال په خطر کې دي او د ګواښونو له امله خپلو اصلي سیمو ته نه شي تللی.

خو د افغان مهاجرو د اخراجولو ترڅنګ د بېرته ستنېدونکو کډوالو له پاره هم یو مکانیزم په نظر کې نیول شوی چې پر بنسټ به یې افغانستان ته بېرته ستنېدونکو کډوالو سره مالي مرسته وشي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره: د روان کال تر پایه پورې به له بېرته ستنېدونکو مهاجرو سره مالي مرسته ډېره شي

تر دې مخکې د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي ویلي و چې د روان کال تر پایه پورې افغانستان ته له بېرته ستنېدونکو مهاجرو سره مرسته ۲۵۰۰ یورو ته لوړه شي. د دې پرېکړې له مخې به له رد شویو پناه غوښتونکو – هغه کسان چې نه غواړي د خپلو دوسیو د بیاکتنې غوښتنه وکړي – او بې سنده کډوالو سره مرسته ډېره شي.

د اوفي ادارې مشر دیدیې لشي دا هم ویلي و چې هر کال ګڼ شمېر کډوال په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستنېږي. د یادې ادارې د شمېرې له مخې ۲۰۱۸ کې ۱۰۷۵ افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

بل لور ته د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مشاور سید عبدالناصر انصاری کډوال نیوز ته وایي: «له اروپایي ټولنې سره مو پرېکړه کې ځینې شرایط درج شوي: د بېلګې په توګه د اخراجېدونکو کډوالو په اړه باید ټول سندونه موجود وي او دوی باید د اخراج سند لاسلیک کړی وي.»

نوموړی زیاتوي، سره له دې چې افغانستان کې شړل شویو کډوالو سره ځینې مرستې کېږي، خو د کار موندلو په برخه کې امکانات لږ دي. د ښاغلي انصاری په وینا افغانستان ته اخراج شوي کډوال د نورو خلکو په څېر له ناامنۍ سره مخ دي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه به دوه افغان کډوال کابل ته اخراج کړي

افغانستان خوندي هیواد نه دی

دا په داسې حال کې چې افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

د بي بي سي یوه تازه څېړنه ښيي چې یوازې د تېر اګست په میاشت کې افغانستان کې هره ورځ په متوسط ډول ۷۴ ولسي او نظامي کسان وژل شوي دي.

څېړنه کې د معتبرو سرچینو له قوله راغلي چې تېره میاشت په ۶۱۱ امنیتي پېښو کې ۲۳۰۷ کسان وژل شوي او ۱۹۴۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

تېره ورځ (د سپټمبر ۱۷مه) پروان او کابل کې د دوو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۴۸ کسان ووژل شول. لومړی ځان مرګي برید پروان ولایت کې د ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین په مهال وشو چې په پایله کې یې ۲۶ کسان ووژل شول او ۴۲ تنه نور ټپیان شول. دویم برید کابل کې امریکا سفارت ته نږدې وشو چې په پایله کې یې ۲۲ کسان ووژل شول او ۳۸ تنه نور ژوبل شول.

بل لور ته د یوناما د یو رپوټ (د جولای ۳۰مه) له مخې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نیمایي کې یاد هیواد کې جګړې تر ۱۳۰۰ ډېر ملکي وګړي وژلي او نږدې ۲۵۰۰ تنه یې ټپیان کړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یوناما: روان کال جګړې تر ۱۳۰۰ ډېر ملکي وګړي وژلي او نږدې ۲۵۰۰ تنه یې ټپیان کړي 

یوناما د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر «تکان ورکوونکی» بللی او زیاته یې کړې وه چې جګړه کې ښکیل اړخونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له پاره «کافي هڅه» نه ده کړې.

خو د افغانستان حکومت د یوناما دغه رپوټ ناسم بللی و. د افغانستان د ولسمشر ویاند تر رپوټ خپرېدو وروسته ویلي و چې د راپور د معلوماتو د راټولولو طریقې سره مخالف دی، ځکه یاد معلومات له معتبرو سرچینو څخه نه بلکې د رسنیو څخه اخیستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې طالبان افغانستان کې د ملکي تلفاتو اصلي لامل دي او یوناما غواړي چې د داسې رپوټونو په خپرولو سره د هغوی جنایتونه «سپین کړي».

دا په داسې حال کې چې تر دې د مخه وسله والو طالبانو د افغانستان ولسشمریزو ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې زیاته کړې چې عامه خلک دې په ټاکنیزو غنډو کې له ګډون کولو ډډه وکړي.  

 

نورې ليکنې