کرېډېټ: اس او اس مدیترانه
کرېډېټ: اس او اس مدیترانه

د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ تېره ورځ د سپټمبر ۱۸مه ۷۳ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل. اوس مهال یاده کښتۍ کې تر ۱۸۰ ډېر کډوال سپاره دي.

اس او اس مدیترانې په خپله ټویټر پاڼه لیکي، د کډوالو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ تېره ورځ ۷۳ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل. د یادو کډوالو بېړۍ د لیبیا د ساحلي اوبو په ۲۹ مایلۍ کې وموندل شوه.

د اس او اس مدیترانې مشر فرانسوا توما کډوال نیوز ته وویل چې د دغو کډوالو د ژغورلو عملیات پیچلي وو.

ژغورل شوي کډوال له افریقایي هیوادونو لکه سوډان او نایجریا څخه راغلي دي.

دغه راز اوشېن وایکنګ د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۷مه) د ۵ ښځو او ۹ ماشومانو په ګډون ۴۸ نور کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورلي وو.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اوشېن وایکنګ: د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۴۸ کډوال وژغورل شول

د اس او اس مدیترانې مشر زیاتوي چې اوشېن وایکنګ د کډوالو د کوزولو له پاره د یو خوندي بندر د پرانیستلو په انتظار کې دی.  

 

 

 


 

نورې ليکنې