د سپټمبر ۱۹مه د زابل ولایت په کلات ښار کې د موټر بم برید له کبله ۱۵ کسان ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه نور ټپیان دي. کرېډېټ: رویترز
د سپټمبر ۱۹مه د زابل ولایت په کلات ښار کې د موټر بم برید له کبله ۱۵ کسان ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه نور ټپیان دي. کرېډېټ: رویترز

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په را رسېدو سره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. تر دې وړاندې طالبانو د افغانستان ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و او په یوه خبرپاڼه کې یې زیاته کړې وه چې عامه خلک دې په ټاکنیزو غونډو او کمپاینونو کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته افغانستان کې د ولسشمرۍ ټاکنو ترسره کېدل قطعي شوي دي. خو د ټاکنو په را نږدې کېدو سره یاد هیواد کې د تاوتریخوالي او بریدونو کچه هم لوړه شوې ده.

نن سهار د سپټمبر ۱۹مه د زابل ولایت په کلات ښار کې د موټر بم برید له کبله ۲۰ کسان ووژل شول او نږدې ۷۰ تنه نور ټپیان دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله د طالبانو په دغه برید کې د زابل روغتون په نښه شوی و چې په پایله کې یې ۱۳ ملکي وګړي او ۲ پولیس ووژل شول.

بل لور ته تېره ورځ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې وسله والو د برېښنایي پېژندپاڼو پر مرکز برید وکړ. یاد له ۶ ساعتونو وروسته پای ته ورسېد چې په پایله کې یې ۴ کسان ووژل شول. وژل شویو کې دوه ملکي کسان هم دي.

دغه راز د سه شنبې په ورځ پروان او کابل کې د دوو بریدونو له امله لږترلږه ۴۸ کسان ووژل شول او تر ۸۰ تنه ټپیان شول.

د بي بي سي د یوې تازه څېړنې په حواله د اګست میاشت په اوږدو کې افغانستان کې هره ورځ په متوسط ډول ۷۴ ملکي او نظامي وګړي وژل شوي دي.

څېړنه ښيي چې تېره میاشت په ۶۱۱ امنیتي پېښو کې ټولټال ۲۳۰۷ کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۹۴۸ کسان په کې ژوبل شوي دي.

څېړنه کې دا هم راغلي چې په هرو پنځو وژل شویو کسانو کې یو یې ملکي دی.

تر دې وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي وو چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې افغانستان کې ۱۳۶۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان دي. یاده اداره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر «ټکان ورکوونکی» بللی و او زیاته یې کړې وه چې جګړه کې ښکیل اړخونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له پاره «کافي هڅه» نه ده کړې.

خو په همدې حال کې فرانسه کې د سیاسي چارو کارپوه کریم پاکزاد کډوال نیوز ته وایي: «دا یوه سمه خبره ده چې په وروستیو وختونو کې افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. خو باید په پام کې ولرو چې د خبرو اترو پر مهال هم د جګړې اړخونو خپل عملیاتو نه وو درولي.»

نوموړی زیاتوي چې په تېره یو کال کې طالبانو د افغانستان په شمالي، سوېلي او سوېل ختیځه سیمه کې لوی عملیاتونه کړي دي. خو د ښاغلي پاکزاد په حواله دا د طالبانو سیاست دی ځکه دوی غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې امتیازات ترلاسه کړي.

ښاغلی پاکزاد دغه راز پر افغان حکومت نیوکه کوي او وایي چې له ملي اردو سره د نړیوالو مرستو سربېره په تېرو کلونو کې د افغانستان دولت د طالبانو پر وړاندې یوازې دفاعي سیاست درلود او دا یې لویه نیمګرتیا ده.

 

نورې ليکنې