تر اتلس کالو کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي زياتي مرستي تر لاسه کوي
تر اتلس کالو کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي زياتي مرستي تر لاسه کوي

د آلمان د مسيحي دموکرات اتحاد د فراکسيون مرستيالي نادين شيون، وړانديز کړی دی چي د کمسنه پناه غوښتونکو عمرونه بايد کنترول کړل سي.

نادين شيون د «دي وېلت» ورځپاڼي ته ويلي دي چي په ټول آلمان کي بايد د پناه غوښتونکو د عمر د تثبيت له پاره د زارلاند ايالت په شان قواعد رامنځ ته او پلي سي. دغه سياستواله د څو کالو راهيسي د پناه غوښتونکو د عمر د تثبيت د موضوع سره کار کوي.

د يادي ورځپاڼي د پنجشنبې د ورځي په ګڼه کي د شيون په  حواله راغلي:
«دا چي تر اتلسو کالو کم عمر لرونکي پناه غوښتونکي بهتره مرستي تر لاسه کوي نو له کبله يې زيات مصارف پر ماليه ورکونکو اغېز لري.»

دغې محافظه پالې سياستوالې زياته کړې:
«له همدې کبله موږ بايد د سوی استفادې د مخنيوي له پاره حدود او عواقب لرونکي اصول رامنځ ته کړو.» د هغې په وينا صرف له دا ډول اقدام څخه به د مهاجرت د سياست په تړاو په ولس کي تفاهم زيات سي.

د پناه غوښتنې پر وخت د کمسن لرونکو پناه غوښتونکو د شمېر په تړاو د آلمان د ميونستر پوهنتون يوه پلټنه هم کړې ده چي نتايج يې لا تر اوسه نه دي خپاره کړل سوي. د دغو نتايجو له مخي د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۸ کالونو تر منځ له ۵۹۴ پناه غوښتونکو څخه ۲۹۴ کسانو يې د خپل عمر په هکله ناسم معلومات ورکړي ول. په دې توګه نو د عمر په تړاو د ناسم معلومات ورکوونکو فيصدي تقريبا پنځوس سلنه ده. خو په دغه پلټنه کي صرف هغه قضيې څېړل سوي او پلټل سوي دي چي د اړونده پناه غوښتونکو د سن په تړاو تر مخه لا شکونه موجود ول او بيا وروسته کنټرول سوي دي.

د کاتوليکي خبري آژانس د راپور له مخي د آلمان د کورنيو چارو په وزارت کي د پارلمان دولتي سکرتر شتېفان ماير هم په اړونده موضوع کي په ټول آلمان کي د واحدو اصولو د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده. د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند دغه سياستوال و «وېلت» ورځپاڼي ته ويلي دي چي په دې ترڅ کي بايد د انکر مهاجر کمپونه، د ځوانانو ځانګړې ادارې او اړونده نورې ادارې بايد راښکېلي کړل سي.

 

نورې ليکنې