د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ د پنجشنبې په ماښام (د سپټمبر ۱۹مه) ۳۶ نور کډوال له مدیترانې څخه وژغورل. یاد کډوال په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره وو.
اس او اس مدیترانه په خپله ټویټر پاڼه لیکي چې د ژغورل شویو کډوالو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شته.
یاد کډوال د الجزایر او لیبیا دي.
د اوشېن وایکنګ په ټویټ کې دا هم راغلي چې د کډوالو د ژغورنې عملیات د مالتا سمندري ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي دي.
🔴BREAKING Les équipes de @SOSMedIntl et @MSF_Sea viennent de secourir 36 personnes d’une embarcation en bois, dans les eaux internationales et sous la coordination des autorités maritimes maltaises.
— SOS MEDITERRANEE France (@SOSMedFrance) September 19, 2019
218 rescapés sont désormais en sécurité sur l’#OceanViking pic.twitter.com/T1VvCFcPuH
اوشېن وایکنګ چې د ناروې تر بیرغ لاندې فعالیت کوي تېره ورځ ۷۳ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل. دغه راز اوشېن وایکنګ د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۷مه) د ۵ ښځو او ۹ ماشومانو په ګډون ۴۸ نور کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې ژغورلي وو.
اوس مهال یاده کښتۍ کې ۲۱۸ کډوال سپاره دي.
تېره ورځ د اس او اس مدیترانې مشر فرانسوا توما کډوال نیوز ته وویل چې اوشېن وایکنګ د سپرو مهاجرو د کوزولو له پاره د یو خوندي بندر د پرانیستلو په انتظار کې دی.