د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ وایي، سیسیل کې د ۱۸۲ سپرو کډوالو د کوزولو له پاره یې اجازه ترلاسه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې لږ وړاندې د ایټالیا د کورنیو چارو پخوانی وزیر ماتیو سالویني د یو فرمان پر بنسټ مدیترانه کې ژغورونکې کښتۍ د دغه هیواد ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه درلوده.
په داسې حال کې چې نن دوشنبه به مالتا کې د فرانسې، جرمني او ایټالوي چارواکو ترمنځ د کډوالو په اړه غونډه جوړه شي، ایټالیا وایي اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره کډوال د دغه هیواد په مسینا بندر کې کوزېدلی شي. اټکل دی چې غونډه کې به له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو د وېشلو پر یو لنډمهال میکانیزم موافقه وشي.
تېره اوونۍ اوشېن وایکنګ مدیترانه کې ټولټال ۲۱۷ کډوال وژغورل.
⚡️COMMUNIQUE⚡️
— SOS MEDITERRANEE France (@SOSMedFrance) September 23, 2019
Alors que s'ouvre aujourd’hui un sommet européen à #Malte, les autorités maritimes italiennes autorisent l’#OceanViking à débarquer en #Italie des rescapés secourus en mer, pour la 2e fois en une semaine
👇https://t.co/hcdSse29dg pic.twitter.com/au0Dl6rAFO
د جمعې په ورځ مالتا اوشېن وایکنګ کې ۳۵ کډوال ومنل.
دغه راز ایټالیا د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۲مه) اعلان وکړ چې کښتۍ کې پاتې ۱۸۲ کسان د دغه هیواد په مسینا بندر کې کوزېدلی شي.
اټکل دی چې یاده کښتۍ به سه شنبه سهار مسینا بندر ته ورسېږي.
اوشېن وایکنګ کې سپاره کډوال له افریقایي هیوادونو سره تړاو لري او په ډله کې یې یو نوی زېږېدلی ماشوم او ۱۳ نور کم عمره کسان هم دي.
UPDATE L' #OceanViking a transbordé 35 personnes sauvées dans la région de recherche et de sauvetage maltaise hier [et non 36 comme indiqué hier] sur un navire militaire maltais. Les 182 autres survivants restent bloqués à bord, sans lieu sûr attribué. pic.twitter.com/vrT3N69NPq
— SOS MEDITERRANEE France (@SOSMedFrance) September 20, 2019
د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د روان کال تر دې دمه ۶۵۷۹ کډوال د سمندر له لارې ایټالیا ته رسېدلي او ۲۲۶۰ نور تنه خپل ځانونه مالتا ته رسولي دي.
یاده اداره همدا راز وایي چې ایټالیا ته ډېری نوي رسېدلي کسان د ایټالوي چارواکو له خوا ژغورل شوي او یوازې ۱۱ اعشاریه ۳ سلنه یې د ژغورونکو کښتیو له خوا ژغورل شوي دي.
دغه راز ۳۸ اعشاریه ۵ نور کسان په لرګینو بېړیو کې ایټالیا ته رسېدلي دي.
ایټالیا تېره اوونۍ اوشېن وایکنګ ته اجازه ورکړه چې ۸۲ نور کسان لمپدوسا بندر کې ښکته کړي.