له ارشیف څخه. کرېډېټ: پېکچر الاینز
له ارشیف څخه. کرېډېټ: پېکچر الاینز

د یونان پولیس وایي، لس داسې بې سنده سوریایي کډوال یې نیولي دي چې د یوې اکراینۍ والیبال لوبډلې د لوبغاړو جامې یې اغوستې وې او غوښتل یې چې سویس ته ولاړ شي.

 یاد کډوال د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۲مه) د اټن په هوایي ډګر کې ونیول شول.

پولیسو وایي دغه سوریایان اوکرایني پاسپورټونه درلودل، خو پاسپورټونه یې د ورک شویو او غلا شوو اسنادو په توګه ثبت شوي وو. دغه راز دوی یونیفورمونه، سپورټي کڅوړې او دوه توپونه درلودل.

پولیسو تر څېړنو وروسته دا وموندله چې یاد سوریایان د کومې والیبال لوبډلې غړي نه دي.

اټکل دی چې دوی به له یونانه د وتلو ناقانونه هڅې په تور محاکمه شي.

د وروستیو شمېرو له مخې نن سبا د یونان په لېسوس، خیوس او ساموس ټاپوګانو کې تر ۲۶۶۰۰ ډېر پناه غوښتونکي ژوند کوي.  


 

نورې ليکنې