د ۲۰۱۹ د سپټمبر ۱۱. کرېډېټ: رویترز/عمر سبحاني
د ۲۰۱۹ د سپټمبر ۱۱. کرېډېټ: رویترز/عمر سبحاني

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته افغانستان کې د ولسشمرۍ ټاکنو ترسره کېدل قطعي شوي دي. اټکل دی چې یادې ټاکنې به د سپټمبر پر ۲۸مه ترسره شي. خو د ټاکنو په را نږدې کېدو سره دغه هیواد کې د تاوتریخوالي او بریدونو کچه هم لوړه شوې ده. کډوال نیوز د پاریس شمالي سیمو کمپونو ته تللی او د افغان پناه غوښتونکو نظرونه یې پوښتلي دي.

فرانسه کې مېشت افغان پناه غوښتونکي د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون نه شي کولی. خو له دې سربېره دوی د افغانستان سیاسي وضعیت تعقیبوي او د ټاکنو په اړه بېلابېل نظرونه لري چې دلته یې لوستلی شئ.

۲۱ کلن محمد محمدي

محمد محمدي د افغانستان د غزني ولایت دی. نوموړی له ۴ کلونو راهیسې په اروپا کې اوسېږي. درې نیم کاله یې په سویډن کې تېر کړي خو د خپلې غوښتنې تر ردېدو وروسته پاریس ته راغلی دی. ښاغلی محمدی اوس پورت دوبرویلیې سیمه کې په یوه ناقانونه کمپ کې ژوند کوي.

«سره له دې چې ډېری وخت انټرڼت ته لاسرسی نه لرم، خو بیا هم د افغانستان وضعیت تعقیبوم. هلته سیاسي حالت د اندېښنې وړ دی. خو زما په اند دا د همدغه سیاسي مشرانو د سیاسي کړنو پایله ده. نه اشرف غني او نه عبدالله عبدالله د افغانستان د راتلونکي په اړه کوم تشویش نه لري. موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو چې دوی تر دې وړاندې د افغانستان د ګټو له پاره څه کړي دي. هلته سیاسي او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او طالبان هم د راتلو په حال کې دي. زه خو د راتلونکي په اړه خوشبینه نه یم.»

پورت دو لا شاپل کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز

۲۲ کلن سردار

سردار د افغانستان د ارزګان ولایت دی. نوموړی څلور کاله مخکې له افغانستانه وتلی او درې نیم کاله یې په سویډن کې تېر کړي دي. هغه ارزګان کې ښوونځي ته تللی دی او اوس یې کورنۍ همدغه ولایت کې اوسېږي. سردار وایي چې سویډن کې یې د پناه غوښتنه رد شوې او اوس غواړي چې فرانسه کې خپل بخت وازمایي.

«که رېښتیا ووایم دغې ټاکنې را ته هېڅ اهمیت نه لري. زموږ سیاسي مشران یوازې د خپلو شخصي ګټو په اړه فکر کوي خو نه د افغانستان په اړه. د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال افغانستان کې امنیتي وضعیت دومره خراب شو چې اوس طالبان هم غواړي بېرته واک ته راشي. زه د افغانستان په اړه اندېښمن یم خو له اندېښنې څخه څه نه جوړېږي. د افغانستان د راتلونکي په اړه خوشبینه نه یم.»

۲۷ کلن عبدالولي

عبدالولي د ننګرهار د شینواري ولسوالۍ دی. نوموړی په ۲۰۱۵ کې له افغانستان وتلی او اتریش کې یې درې کلونه تېر کړي دي. دی ننګرهار کې ښوونځي ته تللی دی او اوس یې کورنۍ همدغه ښار کې اوسېږي. عبدالولي اتریش کې د خپلې غوښتنې تر ردېدو وروسته پاریس ته راغلی دی. نوموړی اوس د پاریس په میوزې دورسي سیمه کې له نورو افغان کډوالو سره ژوند کوي.

«زه د فېسبوک له لارې هره ورځ د افغانستان سیاسي وضعیت تعقیبوم. دغه راز له خپلو ملګرو سره تل د افغانستان د ټاکنو په اړه خبرې کوم. د بېلګې په توګه، پرون مو فېسبوک کې ولیدل چې عبدالله عبدالله ننګرهار ته تللی دی. خو زه د اشرف غني پلوی یم. زما په اند دی هم تعهد لري او هم د افغانستان د راتلونکي له پاره طرحې او برنامې لري. خلک باید داسې یو شخص ته رای ورکړي چې هغه د ملي ګټو خلاف نه وي. خو باید یادونه وکړم چې زه د اشرف غني له هغه تړون سره موافق نه یم چې له اروپایي هیوادونو سره یې کړی. څو ورځې مخکې مو ولیدل چې د فرانسي ولسي جرګې د همدغه تړون پر بنسټ یو داسې قانون تصویب کړ چې له مخې به یې افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراجولو پروسه چټکه شي. خو ټول خلک پوهېږي چې افغانستان خوندي نه دی.»

عبدالولي د فېسبوک له لارې د افغانستان سیاسي وضعیت تعقیبوي. کرېډېټ: کډوال نیوز

۲۴ کلن ممنون

ممنون د افغانستان د کابل ولایت دی. نوموړی چې المان کې یې د پناه غوښتنه رد شوې له یوې میاشتې راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. ممنون وایي چې الماني چارواکو غوښتل هغه افغانستان ته بېرته اخراج کړی، خو نوموړي په پټه ټوګه د فرانسې په لوړ حرکت وکړ. ممنون په ۷ کلني کې ایران ته مهاجر شوی او همهلته لوی شوی دی.

«سره له دې چې زه افغانستان کې لوی شوی نه یم خو بیا هم د خپل هیواد په اړه فکر کوم. داسې معلومېږي چې هلته به سیاسي وضعیت تر دې هم خراب شي او خلک له دې هم له سختو ورځو سره مخ شي. زه خو په دی اند یم چې افغانستان کې کوم مثبت بدلون نه راځي. ټاکنې هم د افغانانو د ژوند وضعیت نه شي بدلولی. نو ځکه خلک له افغانستانه تښتي. خو اوس اروپایي هیوادونه هم کډوال بېرته افغانستان ته اخراجوي. دوی باید وپوهېږي چې افغانستان خوندي نه دی او خلک له مجبوریته له دغه هیواد څخه کډه کوي. هېڅوک نه غواړي چې خپل کور پرېږدي او یو بل هیواد کې تر خیمو لاندې ژوند وکړي.»  

 

نورې ليکنې