کرېډېټ: پېکچر الاینس
کرېډېټ: پېکچر الاینس

ترکي چارواکي وایي د دغه هیواد په سوېلي سیمه کې د یوه نظامي موټر په ټکر پېښه کې ۶ کسان مړه شوي دي. موټر کې له ترکیې نه اخراجېدونکي کډوال سپاره وو.

پېښه کې د دوو نظامیانو په ګډون ۲۷ نور تنه ټپیان شوي دي.

د هاتای قومندان په یوه خبرپاڼه کې وایي، پېښه سوریې سرحد ته نږدې ریحانلي سیمه کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد موټر کې له ترکیې نه اخراجېدونکي کډوال سپاره وو. خو د دوی هویت لا په ډاګه شوی نه دی.

نن سبا ترکیه کې تر ۳ اعشاریه ۶ میلیونه سوریایان، نږدې ۳۰۰ زره عراقیان او ګڼ شمېر افغانان ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینې سازمانونه وایي په تېرو څو میاشتو کې ترکي چارواکي ځینې سوریایي کډوال په زوره سوریې ته اخراج کړي دي.


 

نورې ليکنې