موریا کمپ، یونان. کرېډېټ: EPA/Panagiotis Balaskas
موریا کمپ، یونان. کرېډېټ: EPA/Panagiotis Balaskas

پولیسو د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د یونان په لېسبوس ټاپو کې یو ۵ کلن افغان ماشوم تر لارۍ لاندې شوی دی. پېښه د لېسبوس موریا کمپ ته نږدې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد ماشوم سړک ته نږدې په یوه کارتن کې و چې لارۍ پرې تېره شوه.

پولیسو موټر چلوونکی نیولی دی، خو نوموړي ویلي هغه نه پوهېده چې کارټن کې یو ماشوم ځان پټ کړی دی.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې دې ماشوم لوبې کولې او یا کارتن کې ویده و.

بل لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په خپله ټویټر پاڼه د پېښې په اړه خواشینۍ څرګنده کړې ده.

د ایجن بوټ رپورټ سازمان په حواله د روان کال د سپټمبر له ۱ تر ۲۲مې پورې ۳۴۷۲ کډوال لېسبوس ټاپو ته رسېدلي دي. دغه راز تېره جمعه ۴۳۹ کډوال لېسبوس ټاپو ته ورسېدل.

د لېسبوس په موریا کمپ کې نږدې ۱۲۰۰۰ کډوال ژوند کوي، حال دا چې دغه کمپ یوازې د ۳۰۰۰ کسانو ظرفیت لري.

د یونان حکومت د کډوالو د شمېر د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او څو ورځې مخکې یې تر ۲۵۰۰ ډېر کډوال د یونان مرکزي سیمو ته استولي دي.

تر دې مخکې د نړیوال مهاجرت سازمان ویلي وو چې د روان کال د اګست په لومړۍ او دویمه اونۍ کې ۳۲۵۰ کډوال د یونان لېسبوس، خیوس، ساموس، لېروس او کس ټاپوګانو ته رسېدلي دي. دغه راز د ۲۰۱۹ په جولای میاشت کې ۵۵۲۰ کډوال یادو ټاپوګانو ته رسېدلي وو.

دا په داسې حال کې چې د یونان نوی حکومت د اګست پر ۳۱مه وویل، له ترکیې نه د راتلونکو کډوالو د نوې څپې په وړاندې به اقدامات وکړي.

 

نورې ليکنې