له ارشیف څخه: د یونان په لېسبوس ټاپو کې کب نیوونکي له نویو رسېدلو کډوالو سره مرسته کوي. کرېډېټ: EPA / ORESTIS PANAGIOTOU
له ارشیف څخه: د یونان په لېسبوس ټاپو کې کب نیوونکي له نویو رسېدلو کډوالو سره مرسته کوي. کرېډېټ: EPA / ORESTIS PANAGIOTOU

یوناني چارواکي وایي د یونان په لوېدیځو اوبو کې د یوې تجارتي کښتۍ له خوا ژغورل شوي ۴۰ کډوال د دغه هیواد یو خوندي بندر ته انتقال شوي دي.

د یونان ساحلي ګارد په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي، د چهارشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۵مه) د یونان اوبو کې ژغورل شوي ۳۴ سړي، دوه ښځې او څلور ماشومان د دغه هیواد په سوېلي بندر کالاماتا کې ښکته کړل شول.

یاد کډوال د سه شنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۴مه) د زاکینتوس ټاپو په سوېل ختیځه سیمه د ډنمارکۍ کښتۍ ناویګارې تولېرو له خوا وژغورل شول.

داسې ګومان کېږي چې ژغورل شوي کډوال غوښتل ایټالیا ته ځان ورسوي.

تر اوسه پورې د کډوالو هویت نه دی په ډاګه شوی. دا هم روښانه نه ده چې هغوی له کوم ساحل څخه خپل سفر پیل کړی دی.

چارواکو د انساني قاچاقو په تړاو دوه سړي نیولي چې له کډوالو سره یو ځای په کښتۍ کې سپاره ول.


 

نورې ليکنې