کډوال په پیوتوک ځنګل کی: Mehdi Chebil / InfoMigrants
کډوال په پیوتوک ځنګل کی: Mehdi Chebil / InfoMigrants

نن سبا د ګراند - سنت په ځنګل کې له ۱۰۰-۴۰۰ کډوال په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي. یاد کسان یوه اونۍ مخکې له ګراند-سنت جمنازیم څخه ایستل شوي وو. د سازمانونو په وینا سرتېري هره ورځ د دغو کډوالو کمپونه له منځه وړي.

د ګراند - سنت جمنازیم له تخلیې یوه اونۍ وروسته ګڼ شمېر کډوال بیرته سیمې ته راغلي دي. د لوکل سولیداریتې سازمان غړی حکیم توالبیا کډوال نیوز ته وایي: «داسې ګومان کېږي چې نن سبا به پیوتیک ځنګل کې ۴۰۰ کسان و اوسیږي، چې کوچني ماشومان، کم عمره کډوال او نارینه په کښې دي. خو د کډوالو په ډله کې نوي رسېدلي کسان هم لیدل کېږي.» 

په تېرو میاشتو کې شاوخوا زرو تنو د ګراند-سنت جمنازیم او شاوخوا سیمو کې ژوند کاوه. سیمه کې په لسګونو ناقانونه خیمې درول شوې وې. دغه راز د روان کال په جون میاشت کې د فرانسې د دولت شورا د امر پر بنسټ جمنازیم ته نږدې د ژوند مهمې اسانتیاوې لکه د اوبو نلونه او تشنابونه هم جوړ کړل شول.

د حکیم توالبیا په حواله جمنازیم کوم ارماني ځای نه و خو اوس چې تړل شوی وضعیت ډارونکی دی: «هوا سړه شوې او له څو ورځو راهیسې باران ورېږي. موږ د مرستو له پاره ډېر پیغامونه تر لاسه کوو.»

خو د سولیداریتې باردرز رضاکاران هره شپه په ۹ بجو پیوتوک ځنګل کې ګزمه کوي او پر کډوالو کمپلونه او څښلو لپاره ګرم شیان وېشي. 

بل لور ته د نړۍ ډاکټرانو اداره په خپله ټویټر پاڼه لیکي: «پاک اوبو ته لاسرسي نه درلودو له وجه، نن شاوخوا ۴۰ ناروغانو زموږ کلینیک ته مراجعه کړې.»

د نړۍ ډاکټرانو د شمالی لیتورال برنامې غړې شلو لوریو کډوال نیوز ته وویل:«د کډوالو د روغتیا ساتنی لپاره د پاکو اوبو او تشنابونو شتون ډېر مهم دی.» نوموړې زیاته کړه: «وضعیت ناوړین دی او کډوال بېرته سیمې ته راځي.» 

کمپونه هره ورځ ویجاړېږي

په پیوتیک ځنګل کې د خیمو له ویجاړېدو وروسته د کډوالو د ژوند وضعیت لا سخت شوی دی. حکیم توالبیا وایي: «پرون پولیسو راغلي وو، خیمې یې ویجاړې کړې او پر کډوالو ویشل شويو کمپلونه یې لرې کړل.» نوموړې زیاتوي چې یادو کسانو ته کومې سرپناوې هم نه دي برابرې شوې. سیمې ته یواځې د جمعې او دوشنبې په ورځو یو کوچنی بس راځي چې کافی ځای هم نه لري.»

بل لور ته د ګراند-سنت ښاروال ویاند مارشل بیور کډوال نیوز ته وویل چې له دې وروسته به هره ورځ د کډوالو خیمې وتړل شي. نوموړې زیاته کړه چی ښاروال او د پولیسو ادارې غواړي خپل تصمیم عملي کړي او کډوالو ته په منظمه توګه سرپناوې برابرې کړي. 

په همدې حال کې د سیمې قومندانۍ کډوال نیوز ته وایي: «د کمپونو د تړلو عملیات د دې له پاره ترسره کېږي چې کډوالو ته انساني سرپناوې برابرې شي. موږ همدا راز غواړو چې د ناقانونه کمپونو له رامنځته کېدو او د د قاچاقي فعالیتونو څخه مخنيوی وکړو.»

هغه دا هم وایي چې د سپتمبر په ۱۷ مه د جمنازیم له تړل کېدو وروسته ګراند - سنت ته نوي رسېدلي ۴۹ د اوسېدو مرکزونو ته وړل شوي دي. 

په همدې حال کې آغلې شلو لوریو وایي چې د اوسېدو مرکزونه باید د قانون سره مطابقت ولري او پاکې اوبې او تشنابونه پکې وي. 

 

نورې ليکنې