د اور لګېدنی ځای: Reuters/G. Moutafis
د اور لګېدنی ځای: Reuters/G. Moutafis

د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۹مه) یونان لیسبوس ټاپو کی د موریا په کمپ یوه ښځه او یو ماشوم د اور په لمبو کی مړ شوی دي. د آتن خبري اژانس د پولیسو سرچینو په حواله د ښځي مړي د ټاپو عمومي روغتون ته وړل شوي پداسی حال کي چي د ماشوم جسد د کډوالو چارو مسؤل ته سپارل شوي دي.

د کمپ دننه اور یی د الوتکې په مرستې مړ کړل شو. خو وروسته پولیسو د قهرجنو کډوال د کنټرول لپاره د اوښکي بهونکی ګاز کارول. د چارواکو په وینا یاد کډوال ویلی چي چارواکي دې پيښې ځای ته رسیدو لپاره ډیر وخت ونیول.

بل لوری ته د مړیو شمیره روښانه نه ده. د یوه افغان کډوال شاهد په حواله د ۶ یا ۷ کانټنرونو وروسته د اور لګېدني ۳ کسان وژل شوي دي.

«موږ ۲ ماشومان چي په بشپړه توګه سوزول شوي او ۱ ښځه مړه وموندله. موږ ماشومانو په کمپلي کي وپیچل او اور وژني ته وسپارل.»

ای اف پی ژورنالیست ۲ جسدونه ولیدل، چي یو یی د کورنيو غړو لخوا چابیر شوي وو.

په یوه بیان کی، پولیس وویل چي دغه ګنګوسي وروسته له هغه رامنځته شو چي دوه جلا اور ولګېد، لومړۍ د کمپ بهر کي او وروسته د ۲۰ دقیقو کي د کمپ دننه اور اخستل دي.

اضافی سرتیرې په سی -130 الوتکو کي د آتن څخه سیمې ته لیږدل شوي وه.

لیفټیریس اکنامیو د ښاری محافظت معین، د پولیسو مشر او د کډوالو پالیسی سکرتر سره د پيښې له سیمی څخه به لیدنه وکړي.

د یادونی وړ دي چی یاد کمپ د ۳۰۰۰ کسانو ظرفیت لري خو دا مهال ۱۳۰۰۰ کډوال په دي کمپ کي اوسیږي.

 

نورې ليکنې