یوې کښتې د سپور کډوالو سره: . REUTERS/Giorgos Moutafis
یوې کښتې د سپور کډوالو سره: . REUTERS/Giorgos Moutafis

د جمعې په ورځ(د سپتمبر ۲۷مه) د ساحل ساتونکی په وینا ۲ ښځې او ۵ ماشومان د یوه کښتۍ د ډوبیدو لامله یونان چیوز ټاپو ته څیرمه مړه شوي او ۱۲ کسان ژغورل شوي دي.

ساحل ساتونکي د دې پیښې په اړه جزئیات نه دي وړاندي کړي. خو د یادوني وړ دي سږکال یونان اوبه تر ټولو خونړي پېښې درلود.

په وروستې اونیو کې د ترکیې څخه ‌ډیري کډوال یونان ته رسیدلي دي. د ۲۰۱۵ راهیسی په سلهاو زره کډوالو د ترکیې له لارې یونان ته وننوتل. همداراز شاوخوا یو میلون کډوال د سوریې له جنګ څخه تښتیدلی دې او په ترکیې کې میشت دي.

په وروستیو کلونو کي، د ولسمشر طیب اردوغان پرخلاف د ناکامه کودتا  نه  وروسته، ترکانو اړ شوي دي چي ترکیې د اروپا په مخه یونان ته ولاړ شي.

د اګست په میاشت کي له ۹۰۰۰ څخه ډیر کډوال یونان ته رسیدلی، چی په تیرو ۳ کلونو کي تر ټولو لوړ شمیر دي.

 


 

نورې ليکنې