یوې کښتۍ د سپاره کډوالو سره لمپدوسا ته:ANSA
یوې کښتۍ د سپاره کډوالو سره لمپدوسا ته:ANSA

د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۹مه)۸۰ کډوال په دری بیلا بیلو ډلو کي د ایتالیا لامپدوسا ټاپو ته ورسیدل.یاد کډوال د ثبت کولو لپاره مرکزونو ته یوړل شول.

د ایټالیایی رسنېو په وینا ۲۵ کډوال چي په دوه کښتېو کې سپاره وه د لمپدوسا ساحل ساتونکو له خوا ونیول شول.

بل لور ته۳۰ تونسیان کډوال چی د یکشنبې په سهار د پالما ساحل لامپدوسا سویل ته رسیدلي وو د پولیسو لخوا ونیول شو او د کډوالو د ثبتو مرکز ته یوړل شو.

لکه څنګه په وروستې اونیو کې هوا ښه شوي دي د لامپدوسا سویلی ساحلو ته د مهاجرو ننوتل ډیر شوي دي.

د ایټالیایی رسنېو په وینا ، لوی کښتۍ یا د کب نیولو کښتۍ پدې وروستیو کې لامپیدوسا ته کډوال رسوي او وروسته په کوچنیو کښتيو کې ځای پځای کوي.

د ملګرو ملتونو عالي کمشنر د کډوالي لپاره وایی چي د ۷۰ کډوال چی د څو ورځو راهیسي د لیبیا په اوبو کې بند پاتې وه د یکشنبې په ورځ د لیبیا ساحل ساتونکو لخوا ژغورل شو او لیبیا ته بیرته لیږدل دي.

 د ملګرو ملتونو د ادارې د دوه کډوال روغتیایی وضعیت د اندیښنه وړ بللی او ویلی دی چې د لیبیا بندرونه د کډوالو اخراجولو لپاره خوندي نه ګنل کیږي.

 بل لور د مراکش چارواکو کاسابلانکا ته نږدې په اوبو کې د مراکش د ۷ تنو کډوالو د مړینه اعلان کړه. د دې مهاجرو جسدونه د شنبې په ورځ د ساحل ساتونکو لخوا وموندل شول.


 

نورې ليکنې