له ارشیف څخه: کډوال د بوسنیا د بیهاچ ښار په یو کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: کډوال د بوسنیا د بیهاچ ښار په یو کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د سه شنبې په ورځ، د سپټمبر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو اداره له بوسنیا څخه غوښتنه وکړه چې کډوال دې نور د کروېشیا پولې ته نږدې په یوه ناامنه پنډغالي کې اوسېدو ته اړ نه کړي. یاده اداره وایي چې دغه کمپ د اوسېدو له پاره مناسب نه دی.

تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ کسان ووچیاک ته استول شوي دي چې تر دې دمخه د کثافاتو د لرې کولو ځای و او هغې سیمې ته نږدې موقعیت لري چې ماینونه په کې کارول شوي. ووچیاک کې اوبه، برېښنا او روغتیایي خدمات نه شته او تشنابونو ته هم د کډوالو لاسرسی لږ دی.

د کډوالو د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګری رپوټ ورکوونکی فیلیپ ګونزالز مورالېس رسنیو ته وویل: «دا سیمه د انسانو له پاره بیخي نامناسبه ده.»

نوموړي زیاته کړه چې د ژمي په را رسېدو سره سرپناه نه لرونکو کډوالو ته باید حل لاره وموندل شي.

له ۲۰۱۸ راهیسې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کډوال بوسنیا ته ننوتلي دي چې ۷۳۰۰ تنه یې په بیهاچ سیمه کې اوسېږي او نږدې ۲۰ سلنه یې ماشومان دي.

ښاغلي مورالېس دا هم وویل چې د بوسنیا د سیاسي جورښت له امله، چې د توکمونو ترمنځ د سولې یوې موافقې پر بنسټ جوړ شوی، دغه هیواد کې د کډوالو بشري حقونو ته پام نه دی شوی.

بوسنیا کې د بندو پاتو مهاجرو څخه ۹۳ سلنه یې ویلي غواړي چې همدغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي، خو د بوسنیا په قانون کې د خنډونو له امله یوازې ۵ اعشاریه ۴ سلنې ته دغه زمینه برابره شوې ده.

 


 

نورې ليکنې