د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر

له ترکیې سره د اروپایي اتحادیې د مهاجرو تړون متزلزله دی. له دې کبله د آلمان د کورنیو چارو وزیر انقرې ته او تر هغې وروسته بیا یونان ته سفر کوي. په وروستیو کې د یونان ټاپوګانو ته د پناه غوښتونکو ورتګ ډیر شوی دی.

د آژه سمندرګي له لارې ورځ تر بلې د یونان ټاپوګانو ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمیر زیاتیدو، د آلمان د کورنیو چارو وزیر اندیښمن کړی دی. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر ترکیې او یونان ته د سفر کولو څخه ترمخه ویلي دي: «۲۰۱۵م کال باید تکرار نه شي.» له هغه سره په دغه سفر کې د هغه فرانسوی سیال کریستوف کاستنر او د اروپایي اتحادیې د مهاجرو چارو کمیسار دیمتریس اورامپولس، هم ملتیا کوي.

د دغه سفر په ترڅ کې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو او همداشان د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ملاقاتونه په پام کې دي. په دغه ملاقاتونو کې زیهوفر، کاستنر او اورامپولس، غواړي معلومه کړي چې ترکیه په کومه کې برخه کې ټینګار لري او ولې په وروستیو وختونو کې له ترکیې څخه د یونان ټاپو ګانو ته د غیر قانوني پناه غوښتونکو په تګ کې ډیروالی راغلی دی. په اصل کې د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ تړون باید د دې کار مخه نیولی وای.

په یونان کې بیا د مهاجرو شمیر په زیاتیدو دی

د اروپایي او ترکیې تر منځ په ۲۰۱۶م کال کې د مهاجرو د تړون له مخې د یونان د ټاپوګانو مهاجر باید بیرته ترکیې ته واستول شي. د دې په بدل کې اروپایي اتحادیې ترکیې ته د مهاجرو د پالنې له پاره د مالي ملاتړ او همداشان له ترکیې څخه د ۷۲۰۰۰ سوریایي کډوالو د منلو ډاډ ورکړی وو. دغه څه په اوایلو کې د یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو د شمیر د کمیدو سبب وګرځید.

وروسته له هغې چې ترکیې د بې اسنادو مهاجرو پر وړاندې فشار زیات کړ، ورځ تر بلې زیات مهاجر د آژه سمندر له لارې په کښتیو کې خطرناک سفر کولو ته مخه کړې. په داسې حال کې چې د روان میلادي کال په اپریل میاشتې کې د یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو شمیر ۱۴۰۰۰ وو، اوس دغه شمیر ۳۰۰۰۰ ته رسیدلی دی او دا لړۍ لا ادامه لري. په وروستیو وختونو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو وارې ګواښ کړی وو که چیرې یې له هیواد سره اقتصادي مرستې و نه شي، نو د اروپا پر لور به د مهاجرو پر وړاندې دروازې پرانیزي.

ترکیه: اروپایي اتحادیه هغسې مرستې نه کوي لکه چې توافق پرې شوی وو

اردوغان، ویلي دي چې ترکیې د مهاجرو له پاره تر ۴۰ میلیاردو ډالرو زیات مصرف کړی دی. د هغه په خبره د اروپایي اتحادیې څخه هغه ډول مرستې نه کیږي، چې باید شوي وای. زیهوفر غواړي له ترکي اړخه واوري چې په ګدې همکارۍ کې دقیقا په کومه برخه کې ستونزې شته.

له ترکیې سره د اروپایي اتحادیې په تړون کې له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۱۹م کاله پورې په دوو قسطونو کې د ۶ میلیارده یورو پر سر توافق شوی وو چې دغه پیسې به په ترکیه کې د اوسیدونکو سوریایي کډوالو د ژوندانه د شرایطو د ښه کیدو له پاره لګول کیږي. ترکیه شکایت کوي چې له اصلي پيسو څخه ډیرې کمې پیسې ورکړل شوي دي. خو په ترکیه کې د اروپایي اتحادیې کارکوونکي بیا برعکس وایي چې هر ځل باید د ترکیې حکومتي چارواکو توجه دې ته راواړوي چې د تړون پيسې باید د پروژ له طریقه ورکړل شي او دغه پیسې د ترکیې د حکومتي بودجې له پاره اضافه پیسې نه دي انګیرل شوي.

مرستندویه سازمانونه د مهاجر ماشومانو د منلو غوښتنه کوي

په پام کې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د یونان پلازمېنې اتن ته سفر وکړي. په خپلو خبرو کې زیهوفر، غواړي دا خبره روښانه کړي چې آلمان څرنګه دغلته له ادارو سره مرسته کولی شي، چې د پناهندګۍ پروسه ژر سر ته ورسیږي. بیا احتمالا کیدای شي چې د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د شوي تړون له مخې زیات مهاجر بیرته ترکیې ته اخراج شي. تر اوسه ترکیې ته د بیرته استول شوو کډوالو شمیر شا او خوا ۲۰۰۰ تنو ته رسیږي.

د زیهوفر د سفر په پام کې نیولو سره یو ځل بیا یو شمیر مرستندویه سازمانونو د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې له یونان څخه بې سرپرسته کم سنه مهاجر ومني او همداشان د دوبلین د مقرراتو په چوکاټ کې د کورنیو الحاق ممکن کړي. پر نورو سربیره پرو ازول، د آلمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق او دیاکوني له د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او زیهوفر ته په استول شوي یوه لیک کې راغلي دي چې د یونان په ټاپوګانو کې وضعیت «د ماشومانو ځوانانو له پاره ډیر خطرناک دی.»

پرو ازول د یونان حکومت او اروپایي اتحادیې ته ترکیې ته د مهاجرو له اخراجیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د پرو ازول د اروپا څانګې مشر کارل کوپ، ویلي دي: «ترکیه خوندي نه ده. هلته اخراج له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.»

AFP/S.R./N.Z.

منبع: آلمان ږغ پښتو

 

نورې ليکنې